کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تونس پارلماني ټاکنې:

«حزب النهضة» اسلامپال ګوند تر نورو مخکې دی

18 میزان 1398 ساعت 12:24

د تونس د ټاکنو کمیسيون ويلي، په پارلماني ټاکنو کې د راشد غنوشي په مشرۍ حزب النهضة ګوند تر ټولو مخکې دی او په پارلمان کې يې ۵۲ څوکۍ ګټلي دي، ورپسې «قلب تونس» ګوند دی، چې ۳۸ څوکۍ يې ګټلي دي.


د تونس د ټاکنو کمیسيون ويلي،   په پارلماني ټاکنو کې د راشد غنوشي په مشرۍ حزب النهضة ګوند تر ټولو مخکې دی او په پارلمان کې يې ۵۲ څوکۍ ګټلي دي، ورپسې «قلب تونس» ګوند دی، چې ۳۸ څوکۍ يې ګټلي دي.
د تونس ديموکرات ګوند ۲۲، د کرامة ايتلاف ۲۱، خپلواک دستوري ګوند ۱۷، همدارنګه نورور ګوندونو تر دې هم لږې څوکۍ ګټلي دي.
حزب النهضة ګوند د ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره شرطونه وړاندې کړي، قلب النهضة ګوند ويلي، چې حکومت کې ګډون نه کوي او اپوزيسيون کې کيني.
په تونس کې ګټونکی ګوند اړ دی، چې د حکومت جوړولو لپاره ۱۰۲ څوکۍ ولري او النهضة ګوند اوس غواړي، د نورو ايتلافيانو په ملتيا حکومت جوړ کړي، خو ستونزه دا ده، چې په دې پارلماني ټاکنو کې خپلواک نوماندان ډېر بريالي شوي او کېدای شي له حکومت سره د يو ځای کېدو لپاره سخت شرطونه ولري.
د حزب النهضة ګوند دوه مياشتې وخت لري، چې خپل ايتلافي حکومت رامنځته کړي، تر هغه وروسته به ولسمشر نورو ګوندونو ته د حکومت جوړولو چانس ورکړي او که هغوی هم بریالي نه شول، په تونس کې به يو ځل بيا ټاکنې ترسره کيږي.
النهضة ګوند وايي، د ايتلافي حکومت جوړول ستونزمن دي او دوی هڅه کوي، په دې اړه شته ستونزې له منځه يوسي.
د حزب النهضة سيال ګوندونه وايي، دوی به د ياد ګوند په مشرۍ حکومت کې ګډون ونه کړي او داسې اندېښنې شته، که النهضة د حکومت په جوړولو ونه توانيږي، په تونس کې به يو ځل بيا پارلماني ټاکنې اعلان شي.


د مطلب کود: 192823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192823/حزب-النهضة-اسلامپال-ګوند-تر-نورو-مخکې-دی

آوا
  https://www.avapress.com