کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ د کابلوف په ځواب کې: د طالبانو جګړه نامشروع ده

18 میزان 1398 ساعت 13:51

د افغانستان لپاره د روسىې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمىر کابلوف وړمه ورځ د «NSI په نوم هندی ټلوېزىون سره ځانګړې مرکه کې وىلی، چې طالبانو د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو او بهرنىو سرتېرو په وړاندې خپل مشروعىت ثابت کړى، چې د نوموړی په وىنا دا د افغان حکومت د کمزورتىا څرګندونه کوی.


ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان لپاره د روسىې د ځانګړی استازی ضمىر کابلوف هغه څرکندونې چې وىلی یې، طالبانو د جګړې په ډګر کې مشروعىت تر لاسه کړى، رد کړې.
د افغانستان لپاره د روسىې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمىر کابلوف وړمه ورځ د «NSI په نوم هندی ټلوېزىون سره ځانګړې مرکه کې وىلی، چې طالبانو د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو او بهرنىو سرتېرو په وړاندې خپل مشروعىت ثابت کړى، چې د نوموړی په وىنا دا د افغان حکومت د کمزورتىا څرګندونه کوی.
نوموړی همدارنګه وىلی، چې له طالبانو سره له مذاکراتو پرته په افغانستان کې سوله نشی رامنځته کېداى او زىاتوی چې روسىه غواړی طالبان مسکو ته دعوت وکړی،چې د سولې بهىر په اړه ورسره له نږدې خبرې وکړی.
نوموړی زىاته کړې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره مهمه نقطه بېرته د امرىکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل دی.
کابلوف همدارنګه زىاته کړې، چې طالبان په افغانستان کې د قدرت د تر لاسه کولو په لټه کې نه بلکې، غواړی د ىو ډیموکراټىک بهىر له لارې په مساوىانه ډول په قدرت کې شرىک شی.
خو د افغانستان د جمهوری رىاست د وىاند مرستىالې درانۍ وزىری د ىکشنبې په ورځ امرىکا غږ سره مرکه کې د کابلوف د څرګندونو په غبرګون کې ووىل، چې د طالبانو جګړه، نامشروع جګړه ده او هم ىې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې ده.
نوموړې زىاته کړه: طالبان د جګړې په مىدان کې د ملکی خلکو شاته پټېږی، او دوى د جنګ سپر ګرځوی، هره ورځ د هغوى مهم قومندانان د جګړې په ډګر کې وژل کېږی. موږ دا د کابلوف څرګندونې په کلکه ردوو.))
نوموړی زىاته کړه، چې سوله د افغان حکومت لومړىتوب ده، خو هغه سوله چې مشری او مالکىت ىې د افغانانو په لاس کې وی.
اغلې وزىری ووىل: (( هغه سوله چې لامل د ىو اوږدمهاله اوربند په افغانستان کې شی.))
افغان حکومت د روسی چارواکو ورته څرګندونې د افغانستان په کورنىو چارو کې د لاسوهنې په معنا بولی.
ضمىر کابلوف پر داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې د امرىکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې سپټمبر مىاشتې پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د موټر بم برىد په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې خبرې چې وروستىو پاىلو ته نږدې شوې وې لغوه کړې.
ټرمپ هغه مهال د طالبانو موټر بم برىد چې د ىو امرىکایی په ګډون ۱۲ افغان وګړی ىې ووژل د سولې په خبرو کې د طالبانو د کاذب فشار په توګه ىاد کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د امرىکا د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو پلاوی روسىې ته سفر وکړ او د هغه هېواد له چارواکیو سره ىې د ىادو مذاکراتو د بندېدو په اړه خبرې وکړې.


د مطلب کود: 192827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192827/ارګ-د-کابلوف-په-ځواب-کې-طالبانو-جګړه-نامشروع-ده

آوا
  https://www.avapress.com