دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 192828
استونیا به په افغانستان کې پوځی ماموریت ته دوام ورکړی
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د استونیا له لومړی وزیر یوری راتاس سره په دلکشا ماڼۍ کې وکتل او د همکاریو په دوام یې خبرې وکړې.
جمهوررییس غنی د استونیا لومړی وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د استونیا د دوامداره همکاریو په ځانګړی ډول د ناټو په چوکاټ کې د یاد هېواد له پوځی ماموریته مننه وکړه او هغه یې د افغانستان د ثبات لپاره ارزښتناک وباله.
جمهوررییس همداراز وغوښتل، چې د نظامی همکاریو ترڅنګ دې له افغان ځوانانو سره د زده کړو، د کادرونو روزلو او د معلوماتی ټکنالوژۍ تجربو شریکولو په برخوکې هم همکاری وشی.
د استونیا لومړی وزیر یوری راتاس جمهوررییس او د افغانستان خلکو ته په بریالی ډول د جمهوری ریاست ټاکنو مبارکی وویله او ټاکنې یې په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره یې غوره لار وبلله. هغه همداراز د امنیت د تامین لپاره د امنیتی او دفاعی ځواکونو هڅې وستایلې.
د استونیا لومړی وزیر وویل: (( افغانستان پام وړ اقتصادی لاسته راوړنې لری او هېواد به یې افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د همکارۍ تجربو شریکولو کې مرسته وکړی. )) ده همداراز څرګنده کړه، چې استونیا به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل پوځی ماموریت ته دوام ورکړی.
https://avapress.com/vdcf00dycw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته