دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 192832
د کابلبانک د پورونو ترلاسه کولو او تصفیې د پرمختګ څرنګوالی وارزول شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابلبانک د پورونو ترلاسه کولو او تصفیې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابلبانک د پورونو ترلاسه کولو او تصفیې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه.
د افغان خبری آژآنس د خبر له مخی، په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د کابلبانک د تصفیې کمېټې، د کابلبانک له پوروړو څخه د پورونو ترلاسه کولو د کاري پرمختګ په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
د کابلبانک د تصفیې کمېټې مسوول وویل، مونږ توانېدلي یوو چې په تېرو ۱۶ میاشتو
کې د ۱۲میلیون ډالرو په ارزښت د کابلبانک د پوروړو جایدادونه مالیې وزارت ته انتقال کړو، دغه راز د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پورونو د لېږد بهیر تر کار لاندې دی چې مجموعاً ۲۵ میلیون ډالر ترلاسه شوي دي.
دغه راز د یادې کمېټې مسوولینو د کابلبانک له یوه ونډه وال خلیل الله فروزي څخه د کابلبانک د پورونو ترلاسه کولو د پرمختګ په اړه چې له زندانه څخه د لېږد له ورځې تر دې مهاله تر څارنې لاندې دی، معلومات وړاندې کړل.
کمېټې زیاته کړه، خلیل الله فروزي په خپلو یو شمېر ژمنو عمل کړی او ۱۴ میلیون ډالره یې ورکړي دي، همدارنګه له نوموړي څخه د ۱۸ میلیون ډالرو د ترلاسه کولو کار نهايي شوی او ژر به حکومت ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې له هیواده بهر د کابلبانک د پوروړو د جایدادونو د ترلاسه کولو په خاطر هم کار روان دی.#
https://avapress.com/vdcaeun6u49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته