په امریکا کې دوهم افشاکوونکى چې وایی: د اوکراین له ولسمشر سره جمهورییس ټرمپ د معاملې په اړه د لومړی لاس معلومات لری، د استخباراتی ادارو له داخلی څارونکیو سره خبرې کړې دی.
دا خبره
د لومړی افشاکوونکی مدافع وکیل کړې ده.
لومړی افشاکوونکی تېره میاشت رسمی شکایت وکړ، چې هغه شکایت د ولسمشر ټرمپ پر خلاف د استیضاح لپاره د څېړنې سبب شو.
مدافع وکیل مارک زید وړمه ورځ وویل: دوهم کس هم استخباراتی مامور دى، چې څارنوال ورسره خبرې کړې دی.