کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال تر ۳۵۰زره ټنه زیادتره پټاټی په بامیان کی کړل کیږی

18 میزان 1398 ساعت 13:54

د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی: ارزونې ښیی، چې ټاکل شوې سږکال به له بامیانو څخه ۳۵۰ زره ټنه کچالو راټول شی.


د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی: ارزونې ښیی، چې ټاکل شوې سږکال به له بامیانو څخه ۳۵۰ زره ټنه کچالو راټول شی.
د دغو چارواکو په خبره له دې وړاندې له بامیانو څخه په کلنۍ ډول کابو ۳۰۰ زره مټریک ټنه کچالو په لاس راتلل.
د بامیانو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدی وایی، چې هرکال په ټول بامیان کې په کابو ۱۷ تر ۱۸ زره هکتاره مځکه کې د کچالو کرکېله کېږی، چې تېر کال هم د کچالو د کرکېلی سیمې (۱۷ تر ۱۸ زره هکتاره مځکه ) وه، خو له بده مرغه د وچکالۍ او کمو اوبو له امله یې حاصلات لږ څه ټیټ وو؛ په ځانګړې توګه د کال په وروستۍ فصل کې یوشمېر سیمې وچکالۍ وځپلې، خو سږ کال اوبه پرېمانه دی، اورښتونه ښه وو او دغه راز د کرنې وزارت حمایتی برنامې هم پلی شوی ،نو دې ته په کتو سږکال د حاصلاتو کچه لوړه ده.))ښاغلی محمدی وویل: (( که څه هم د حاصلاتو د راټولولو فصل تر دې دمه پای ته نه دی  رسېدلی، خو د ارزونې او نښو نښانو له مخې تمه ده، چې د بامیانو د کچالو سږنۍ حاصلات به ۳۵۰ زره ټنه وی.))
د کرنې رییس وایی: د کرنې وزارت له خوا د بزګرانو لپاره د کچالو لویې او وړې زېرمې جوړول هم د یاد کرنېز محصول د تولید د زیاتوالی لامل شوی.
ده زیاته کړه، چې دغه زېرمې هره یوه یې په منځنۍ کچه د ۲۰ ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لری.
ده وویل:  دغه زېرمتونونه د بامیانو د ۲۰ سلنه کچالو د ساتنې وړتیا لری او اړتیا ده، چې پاتې ۸۰ سلنه نورو ته هم زېرمتونونه جوړ شی.
د ښاغلی محمدی په خبره اوسمهال د (( ملاغلام)) په څېړنیز فارم کې پر ۳۶ ډوله کچالو څېړنې کېږی: (( په بامیانو کې د کچالو ۱۴ نژادونه د بزګرانو په واک کې دی، چې کرل کېږی.
د ملا غلام په څېړنیز فارم کې د کچالو پر ۳۶ ډولونو څېړنې کېږی، چې یو یا دوه کاله وروسته به د کچالو هغه ښه او حاصل خیز ډول چې له چاپېریال سره توافق ولری بزګرانو ته به ور وپېژندل شی او تکثیربه شی.))
د کرنې وزارت په ملاتړ په وروستیو کلونو کې په بامیانو کې د کچالو کرکېله    غوړېدلې او د دې ولایت ډېرو بزګرانو د کچالو کرکېلی او تولید ته مخه کړې.د بامیانو په ډېرو سیمو کې د کچالو کرکېله کېږی، خو د مرکز اړوندې سیمې او د یکاولنګ او شیبر ولسوالۍ په بامیانو کې د کچالو د تولید له عمده مرکزونو څخه شمېرل کېږی.
د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایی، چې د بامیانو کابو ۹۰ سله کچالو نورو ولایتونو ته صادریږی.
  د ده په خبره د بامیانو د کچالو د پلور ستر مرکزونه، د کابل، شمالی او ختیځو ولایتونو مارکېټونه او دغه راز د هېواد مرکز دی.په بامیانو کې نږدې ۵۰ زره بزګران د کچالو په کرکېله او تولید بوخت دی.
بامیان په افغانستان کې د کچالو تر ټولو لوى مرکز دی.


د مطلب کود: 192836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192836/سږ-کال-تر-۳۵۰زره-ټنه-زیادتره-پټاټی-په-بامیان-کی-کړل-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com