دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 192844
کابل بیا بې برښنا شو؛ نا معلومو وسله وال د برښنا مټه والوزوله
نا معلومو وسله والو تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل شمال ۱۱۱ کیلومترۍ کې له جنوبي سالنګه په تیریدو سره په تنګی اجان سیمه کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا یوه مټه په بم الوزولې ده.
د افغانستان برښنا شرکت  د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو د برښنا د پریکیدو خبر ورکړی.
په اعلامیه کې راغلي چې نا معلومو وسله والو تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل شمال ۱۱۱ کیلومترۍ کې له جنوبي سالنګه په تیریدو سره په تنګی اجان سیمه کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا یوه مټه په بم الوزولې ده.
د دې چاودنې په نتیجه کې مټه په بشپړه توګه ویجاړه شوې چې پایله کې یې کابل او یو شمیر نور ولایتونه بیا له برښنا بې برخې شوي دي.
برښنا شرکت وایي د دوی میړني کار کوونکي سیمې ته رسیدلي او د پایې د بیا رغولو چارې یې پيل کړي دي.
د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار هم د دې پيښې په تایید سره ویلي د پروان ولایت د برښنا کار کوونکي سیمې ته رسیدلي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د برښنا پایې په بمونو الوزول کیږي.
تر ډيره د دې کار پړه په طالبانو ور اوړي.
https://avapress.com/vdcdox0foyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته