دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 192845
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وایي د ټاکنو پایلې باید پر خپل وخت اعلان شي
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ یا تیفا وایي د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید په ټاکلې نېټه اعلان کړل شي دغه بنسټ چې نن یې کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته د خپلو موندنو په تړاو معلومات ورکړل د ټاکنیزو کمیسیونونو پر کارکوونکو او کمېشنرانو غږ وکړ چې خپل کارونه په چټکۍ مخ ته یوسي او د ټاکنو پایلې په ټاکلې نېټه اعلان کړي.
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ یا تیفا وایي د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید په ټاکلې نېټه اعلان کړل شي
دغه بنسټ چې نن یې کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته د خپلو موندنو په تړاو معلومات ورکړل د ټاکنیزو کمیسیونونو پر کارکوونکو او کمېشنرانو غږ وکړ چې خپل کارونه په چټکۍ مخ ته یوسي او د ټاکنو پایلې په ټاکلې نېټه اعلان کړي.
ددغه بنسټ په وینا د پایلو په اعلان کې ځنډ او یا هر ډول ګډوډي د ستونزو د زیږېدو سبب ګرځي.
ټیفا دغه راز وایي چې په تېرو ټاکنو کې نږدېدوه میلیونه وګړو برخه اخیستې وه او تر ۷۲۱ پورې مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې وو.
ټیفا په ټاکنو کې د شفافیت پر تامین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټاکنیز کمیسیونونه دې خلک د تل لپاره په ټاکنو باندې نه بې باوره کوي او په پوره شفافیت دې خپلې چارې پر مخ یوسي.
تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه کمیشنر مولانا عبدالله ویلي وو، چې کارونه پڅ مخ ته روان دي نو ځکه به لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه کړل شي، خو کمیسیون بیا وایي چې دوی هر څه د مهالوېش له مخې مخ ته وړي.
https://avapress.com/vdceew8znjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته