دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 192846
اطلاعاتو ته لاس رسی؛ یوناما یې د فساد مخنیوی بولي، خو رسنۍ لاهم سر ټکوي
ملګري ملتونه وایي خلکو سره د اطلاعاتو شریکول د دې لامل شوي چې فساد کم شي او پر دولت د ولس باور زیات شي. دغه سازمان له ټولو دولتي ادارو غوښتي چې خلکو او رسنیو ته د اطلاع رسونې په برخه کې همکاري وکړي.
ملګري ملتونه وایي خلکو سره د اطلاعاتو شریکول د دې لامل شوي چې فساد کم شي او پر دولت د ولس باور زیات شي.
دغه سازمان له ټولو دولتي ادارو غوښتي چې خلکو او رسنیو ته د اطلاع رسونې په برخه کې همکاري وکړي.
کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما همداشان ویلي چې خلکو سره د معلوماتو شریکول د فساد لارې کمې کړي دي او پر دولت د خلکو باور زیاتوي.
د یوناما د استازي مرستیال، توبي لنزر په دې اړه ویلي:"زه هیله لرم چې ټول بنسټونه او دولتي ادارې خلکو ته د اطلاتو رسولو برخه کې همکاري وکړي. اطلاعاتو ته لاس رسی د بیان ازادۍ پلي کولو لپاره ډیر مهم دی. خلکو سره د اطلاعاتو شریکول د فساد د کمیدو او پر دولت د خلکو د باور د زیاتیدو سبب کیږي."
بله خوا بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اکثرو دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ واحدونو نشتوالی د اطلاع رسونې په برخه کې یوه لویه ستونزه بولي.
همداشان د رسنیو د ملاتړ ادارې وایي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون سره سره ، لاهم خبریالان او رسنۍ لازمو اطلاعاتو ته لاس رسۍ نه لري او هیواد کې اطلاعاتو ته د لاسرۍ پر مخ جدي ستونزې پرتې دي.
سره له دې چې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ قانون له جوړیدو پنځه کلونه تیر شوي، خو لاهم اکثره دولتي ادارو کې دې موخې لپاره ځانګړي واحدونه نه دي جوړ شوي.
اطلاعاتو ته د لاس رسۍ کمیسیون هم وایي چې د پوهاوي پروګرامونه زیاتوي.
په هیواد کې د رسنیو د ملاتړ یو شمیر بنسټونه په دې اړه سر ټکوي او وایي چې خبریالان لاهم په ډیریو مواردو کې اطلاعاتو ته لاس رسۍ نشی موندلی.
اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د قانون پر بنسټ د هیواد ټول وګړي کولی شي له دولتي ادارو د اطلاعاتو غوښتنه وکړي او ادارې هم مکلفې دي چې خلکو ته معلومات ورکړي.
https://avapress.com/vdcfj0dyvw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته