کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران سفیر په کابل کې د میزان شپږمې ټاکنو ترسره کېدو پروسی څخه ملاتړ وکړ

18 میزان 1398 ساعت 16:28

ایران اسلامی جمهوریت سفیر په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزی دفتر کې حضور سره خپل هیواد ملاتړ د میزان شپږمې ولسمشریز ټاکنو ترسره کېدو څخه اعلان کړ.


د آوا په ګزارش سره، محمد رضا بهرامی د ایران سفیر په کابل کې نن پنجشنبه میزان په ۱۸ نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون رهبری غړو سره لیدنه کړي او افغانستان ولسمشریز ټاکنو ترسره کېدل بریالي وبلل.
ښاغلی بهرامی د ټاکنو کمیسیون کارکردونو څخه تقدیر ترڅنګ د شفاف ټاکنو ترسره کېدو له امله، خپل هیواد ملاتړ ددی پروسی څخه اعلان کړ.
ایران اسلامی جمهوریت سفیر د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان خلګو او کمیسیون غړو ته مبارکی وویل او زیاته کړه چی ولسمشریز ټاکنې د نورو ټاکنو په پرتله بهتر او لږ مشکلات درلودونکې وو او د ایران اسلامی جمهوریت په نمایندګی ددی پروسی څخه ملاتړ کوو.
همدارنګه آغلۍ حواعلم نورستانی د ټاکنو کمیسیون رئیسه د ښاغلی بهرامی ښه راغلاست ترڅنګ د کمیسیون پرمختګونو په اړه معلومات ورکړه او وویله: کمیسیون کارونه په ښه توګه مخته ځی.
هغی زیاته کړي چی دا کمیسیون د ټاکنو ټول ګډون کوونکو ته اطمینان ورکوی چی بی طرفانه او مستقلانه کار کوی او هیڅوک فشار لاندی نه ځی او نتیجه هم خپل ټاکلۍ وخت باندی اعلانوی.
قرار دی چی میزان شپږمې ولسمشریز ټاکنو ابتدایی نتایج د میزان په ۲۷ نیټه او نهایی نتایج یی د عقرب په ۱۶ نیټه اعلان شی.
 


د مطلب کود: 192848

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192848/د-ایران-سفیر-په-کابل-کې-میزان-شپږمې-ټاکنو-ترسره-کېدو-پروسی-څخه-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com