کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین او پاکستان د سولې خبرو کې د افغانانو مشري غوښتې

18 میزان 1398 ساعت 16:34

د پاکستان لومړي وزير د چين له جمهور رئيس سره د خبرو پر مهال ويلي چې د افغانستان جګړه پوځي حل نلري او بايد د خبرو له لارې دا جګړه ختمه شي.
عمران خان چين ته د سفر پر مهال ويلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په موخه هېڅډول هڅې نه سپموي.


د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان چین ته د سفر پرمهال د چین له ولسمشر سره د افغانستان پر سولې خبرې کړي دي.
د پاکستان لومړي وزير د چين له جمهور رئيس سره د خبرو پر مهال ويلي چې د افغانستان جګړه پوځي حل نلري او بايد د خبرو له لارې دا جګړه ختمه شي.
عمران خان چين ته د سفر پر مهال ويلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په موخه هېڅډول هڅې نه سپموي.
عين وخت کې د چين جمهور رئيس د افغانستان سوله د سيمې د سولې په مانا بللې ده او د افغانستان د سولې په برخه کې يې د پاکستان د هڅو ستاينه کړي ده.
د پاکستان د لومړي وزير د دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې ليکل شوي چې د چين جمهور رئيس او عمران خان د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی او دوی دواړو پر بين الافغاني خبرو ټينګار کړی دی.


د مطلب کود: 192850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192850/چین-او-پاکستان-د-سولې-خبرو-کې-افغانانو-مشري-غوښتې

آوا
  https://www.avapress.com