دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 192856
لغمان: په پوځي عملیاتو کي د یوې کورنۍ ۳ تنه وژل سوي!
لغمان ولایت یو شمېر خلک وايي چي د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د کلټکي په سیمه کي په یو لړ پوځي عملیاتو کي درې تنه وژل سوي دي.
لغمان ولایت یو شمېر خلک وايي چي د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د کلټکي په سیمه کي په یو لړ پوځي عملیاتو کي درې تنه وژل سوي دي.

ځايي خلک ادعاء کوي چي دا عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره سوي دي او وايي، د یوې کورنۍ درې کسان وژل سوي، دوه تنه په ډزو ټپیان سوي چي
د دې ولایت په دولتي روغتون کي بستر دي او یو تن یې له ځان سره بېولی دی.
د لغمان ولایت ویاند اسدالله دولت زي  منلې چي عملیات تر سره سوي دي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چي دا عملیات چا کړي دي او د مرګ ژوبلي په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
بل خوا د دې سیمو اوسېدونکي د یوې مظاهرې په ترڅ کي دا جسدونه مهترلام بابا ښار ته راوړي او له افغان حکومت څخه غواړي چي د پېښي عاملین وروسپاري.
https://avapress.com/vdcgnx9q3ak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته