کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان: په پوځي عملیاتو کي د یوې کورنۍ ۳ تنه وژل سوي!

18 میزان 1398 ساعت 17:52

لغمان ولایت یو شمېر خلک وايي چي د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د کلټکي په سیمه کي په یو لړ پوځي عملیاتو کي درې تنه وژل سوي دي.


لغمان ولایت یو شمېر خلک وايي چي د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د کلټکي په سیمه کي په یو لړ پوځي عملیاتو کي درې تنه وژل سوي دي.

ځايي خلک ادعاء کوي چي دا عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره سوي دي او وايي، د یوې کورنۍ درې کسان وژل سوي، دوه تنه په ډزو ټپیان سوي چي د دې ولایت په دولتي روغتون کي بستر دي او یو تن یې له ځان سره بېولی دی.
د لغمان ولایت ویاند اسدالله دولت زي  منلې چي عملیات تر سره سوي دي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چي دا عملیات چا کړي دي او د مرګ ژوبلي په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
بل خوا د دې سیمو اوسېدونکي د یوې مظاهرې په ترڅ کي دا جسدونه مهترلام بابا ښار ته راوړي او له افغان حکومت څخه غواړي چي د پېښي عاملین وروسپاري.


د مطلب کود: 192856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192856/لغمان-په-پوځي-عملیاتو-کي-د-یوې-کورنۍ-۳-تنه-وژل-سوي

آوا
  https://www.avapress.com