کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپا نه نیولې تر عربي نړۍ پورې په یو زیات شمیر هیوادونو د ولسمشر اردوغان ډیرې سختې نیوکې

ولسمشر اردوغان پر سعودي عربستان او مصر ډیرې سختې نیوکې وکړې

18 میزان 1398 ساعت 17:55

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د ترکیې د پوځي عملیاتو یواځنۍ موخه او مقصد زمونږ د سویلي پولو پورې غاړې ته د ترهګریز دولت د جوړولو مخنیوی دی.
ولسمشر اردوغان وویل « هغه برخو ته چې په سوریه کې په ټولو پرمختګونو او مسئلو سترګې پټوي او یواځې د عادت له مخې په ترکیې نیوکې کوي عقل سلیم، وجدان او اخلاقو ته بلنه ورکوو. »


د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د ترکیې د پوځي عملیاتو یواځنۍ موخه  او مقصد زمونږ د سویلي پولو پورې غاړې ته  د ترهګریز دولت د جوړولو مخنیوی  دی.
ولسمشر اردوغان وویل « هغه  برخو ته چې په سوریه کې په ټولو پرمختګونو  او مسئلو سترګې پټوي او یواځې د عادت له مخې  په ترکیې  نیوکې کوي  عقل سلیم، وجدان  او اخلاقو ته  بلنه ورکوو. »
ولسمشر  اردوغان دا څرګندونې  د عدالت او پراختیا ګوند د ولایتي شوراګانو  د رئیسانو په غونډه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې  ددې عملیاتو نه هدف  د سوریې  د مځکني بشپړتیا او سیاسي  یووالي سره  مرسته کول  دي. هغه وویل  پداسې  یو وخت کې چې د سوریې په خاوره کې د لسګونو بهرنیو هیوادونو  ځواکونه فعالیت او عملیات کوي  د ترکیې لخوا پدې هیواد کې د ترهګرو پر خلاف د عملیاتو په ترسره کولو  نیوکه کول  په هیڅډول  د منلو وړ خبره نده.
هغه زیاته کړه « د سوریې د یووالي  او اتحاد په خاطر  چې  مونږ  کوم ګامونه اوچت کړي  پر دوی  نیوکې کوي. زه پدې ټولو  غږ کوم  چې  تاسې یوې غاړې  ته  په خپل ځای کې کینۍ. مونږ خپلې  لارې ته  دوام  ورکوو. »
ولسمشر اردوغان  په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو پر عملیاتو  نیوکه کوونکو  سعودي عربستان او مصر پر خلاف  په غبرګون کې وویل « سعودي عربستان لومړی  باید  خپله څیره  په ائینه کې  وګوري. ایا یمن  چا  پدې حال بدل کړ ؟  مصر خو د څه ویلو لپاره مخ  نلري. ځکه چې د هغې مشر  سیسي  په خپل هیواد کې د دیموکراسۍ قاتل انسان  دی. »
ولسمشر اردوغان  په اروپايي ټولنې هم  ډیرې سختې نیوکې وکړې.
ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنې غږ وکړ « که چیرې  تاسې  زمونږ  دې عملیاتو نه د اشغال د اقدام په توګه  یادونه کوئ ، هیڅ کوم باک  نلري . زمونږ  کار به اسانه شي. خپلې دروازې به پرانیزو  او ۳ عشاریه ۶ میلیونه تنه  کډوال به  درخوشې کړو. اروپايي ټولنې  ګواښ کړی  چې  د سوري کډوالو  سره  د مرستو دویمه قست  نه درکوو. تاسې په کومه  ژمنه  عمل کړی دی چې  پدې ژمنه مو عمل وکړۍ. تاسې پخوانۍ کړې ژمنې پر ځای کړي دي چې  دا ژمنه پر ځای کړۍ؟ »
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به  د داعش، پ ک ک ، پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف مبارزې ته په ډیرې سرلوړۍ  او افتخار سره  دوام  ورکړي. ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ټوله نړۍ پوهیږي  د فرانسې، جرمني او هالنډ نه  ۵۵۰۰ تنه  د داعش ترهګرې ډلې سره  د یو ځای کیدو په خاطر سوریې ته تللي وو او د داعش په لیکو کې جنګیدل. ترکیه به دا ټول  داعشیان  د کوم ځای نه چې راغلي وي بیرته هلته  ولیږي.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه په سوریه کې  د خپلو کورد  ورورنو سره  نه بلکې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کوي.
« د سوریې د خلکو سره  زمونږ د مینې او محبت ته څوک د شک په سترګه کتلی نشي. زمونږ  اصلي هدف  د سوریې  د خاورې  د اشغالوونکو  داعش، پ ک ک ، پ وای ډي  او وای پ جي  ترهګرې ډلې سازمانونه دي. ددې ترهګرو  له منځه وړل دي.»
ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې نیت  د چا د خاورې، مال ، ملک ، شمتنیو او زیرمو  لوټول  ندي. همداشان  د سوریې ملي اردو هم  داسې کوم  بد نیت نلري.
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله په ډیره  لنډه موده کې به  زمونږ وسله وال ځواکونه  د سوریې د منبج نه نیولې  تر عراق  پولو پورې  دا سیمه  د ترهګرو نه تصفیه  او سوله او ثبات په پکې  ټينګ کړي. د سوریې د خلکو دا تورې شپې به په رڼا  ورځ بدلې کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا پرون  د سوریې په شمال کې  د فرات سیند په ختیځو برخو کې پیل شوو د سولې د چینې په نامه د نوموړو پوځي عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې ۱۰۹ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
ولسمشر اردوغان  د امریکا په ګډون  د ناټو سازمان په ټولو غړیو هیوادونو غږ وکړ چې  « مونږ  ترکیه یو، د ناټو سازمان  قوی غړی هیواد ترکیه. تاسې ټول د ناټو د پیمان  په  پنځمې مادې ډیر ښه پوهیږۍ. دا چې  یو ترهګریز سازمان په ترکیې  برید کوي  تاسې  چپه خوله پاتې کیدای نشئ. »


د مطلب کود: 192857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192857/د-اروپا-نه-نیولې-تر-عربي-نړۍ-پورې-په-یو-زیات-شمیر-هیوادونو-ولسمشر-اردوغان-ډیرې-سختې-نیوکې

آوا
  https://www.avapress.com