دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 192860
ولسمشر محمد اشرف غني وايي افغانان د جمهوري نظام دوام او پایه دارې سولې ته ژمن دي
هغه ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امریکا له ددو سناتورانو سره د لیدنې پر مهال داهم ویلي، چې جمهوریت او د افغانانو ښاروندۍ حقونه ورته سرې کرښې دي چې د ساتنې په برخه کې به یې پوره هڅې وکړي.
هغه ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امریکا له ددو سناتورانو سره د لیدنې پر مهال داهم ویلي، چې جمهوریت او د افغانانو ښاروندۍ حقونه ورته سرې کرښې دي چې د ساتنې په برخه کې به یې پوره هڅې وکړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسشمر محمد اشرف غني له دوه وو امریکايي سناتورانو مېرمن مګي هاسن او کرس ون هولن سره د لیدنه کړې او د افغانستان پر امنیت او سولې سربیره یې  په یو شمیر مهمو مسایلو ورسره بحثونه کړي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې ولسمشر  محمد اشرف غني د امریکا د سنا مجلس له دوو استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په مسله هم خبرې کړي او ویلي ، چې افغان حکومت لپاره جمهوریت او افغانانو د ښاروندۍ حقونو ساتنه سرې کرښې دي.
ولسمشر غني په دغه لیدنه کې د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې چې، افغان حکومت او خلک د جمهوري نظام دوام او هغې باعزته او پایداره سولې رسېدو ته ژمن دي او ورته کار کوي، چې مشري او مالکیت یې افغانان او افغان دولت وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر پاڼه داهم وايي، چې امریکايي سناتورانو د اقتصادي ودې، اصلاحاتو او عوایدو زیاتېدو په برخو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې او د ټاکنو پروسې د امنیت تامین لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاینه کړې.
امریکایي سنا تورانو د اجریه رېیس ډاکترعبدالله عبدالله په جلا لیدنه کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د سولې د بریالیتوب لپاره اوربند ومني
https://avapress.com/vdcb05b8grhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته