دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 192861
زموږ ځمکني ځواکونه د سوریې په شمال کې د پرمختګ په حال کې دي
د ترکیې دفاع وزارت وایي، چې د دې هېواد ځمکني ځواکونه د سوریې په شمال کې د پرمختګ په حال کې دي او د سوریې جنګیالي یې په شا تمبولي دي.
د ترکیې دفاع وزارت وایي، چې د دې هېواد ځمکني ځواکونه د سوریې په شمال کې د پرمختګ په حال کې دي او د سوریې جنګیالي یې په شا تمبولي دي.
نن پنجشنبه دویمه ورځ ده، چې ترکي ځمکني او هوایي ځواکونو د سوریې په شمال کې د دې هېواد جنګیالیو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.
ترکي چارواکي وایي، چې په سوریه کې پراته جنګیالان ترهګریزي کړنې تر سره کوي او د دوی دغه کړنې ورته د زغم وړ نه دي.
پرون چهارشنبه د سوریې له شمال څخه لسګونه زره عام خلک په ډېر بېړني حالت کې خپلو کورونو پرېښودلو ته اړشول، چې حتا ځینو ته یې موټرې نه رسېدلې او هڅه یې کوله چې پلي له سیمو ووځي.
اسوشیئیټیډ پریس خبرپاڼه وایي، د سوریې په شمالي سیمو کې هغه خلک اوسېدل چې یو څو کاله مخکې د داعشیانو له امله له دې ته ورته حالت سره مخ شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې جنګیالیو او ترکي ځواکونو ترمنځ نښتو په نړۍ کې ګڼ شمېر غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.
https://avapress.com/vdcceiqss2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته