کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: ملي امنيت د طالبانو د ۱۵ کسيزي ډلي د نيولو ادعاء کړې

18 میزان 1398 ساعت 18:20

د کندهار ولایت مقام وايي چي د دغه ولایت د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کي د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې ده.


د کندهار ولایت مقام وايي چي د دغه ولایت د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کي د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې ده.
افغان اوربند (کندهار):
ولایت مقام نن پنج شنبه (تلي ۱۹) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي نیول سوو کسانو په کندهار ښار او ولسوالیو کي دولتي افراد، قومي مشران، دیني عالمان او روشنفکران وژل. خبرپانه زیاتوي چي دغي ډلي د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي موټرانو او امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه هم کړي دي.
سرچينه وايي چي له دغو کسانو سره پنځه میله کلاشینکوف، ۲ زره د کلاشینکوف مرمۍ، درې میله توفنګچې او یو هنډا موټرسایکل نيول سوی دی.
ولایت مقام ادعاء کوي چي نیول سوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.


د مطلب کود: 192862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192862/کندهار-ملي-امنيت-د-طالبانو-۱۵-کسيزي-ډلي-نيولو-ادعاء-کړې

آوا
  https://www.avapress.com