دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 192862
کندهار: ملي امنيت د طالبانو د ۱۵ کسيزي ډلي د نيولو ادعاء کړې
د کندهار ولایت مقام وايي چي د دغه ولایت د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کي د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې ده.
د کندهار ولایت مقام وايي چي د دغه ولایت د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کي د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې ده.
افغان اوربند (کندهار):
ولایت مقام نن پنج شنبه (تلي ۱۹) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي نیول سوو کسانو په کندهار ښار او ولسوالیو کي دولتي افراد، قومي مشران، دیني عالمان او روشنفکران وژل. خبرپانه زیاتوي چي دغي ډلي د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي موټرانو او امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه هم کړي دي.
سرچينه وايي چي له دغو کسانو سره پنځه میله کلاشینکوف، ۲ زره د کلاشینکوف مرمۍ، درې میله توفنګچې او یو هنډا موټرسایکل نيول سوی دی.
ولایت مقام ادعاء کوي چي نیول سوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
https://avapress.com/vdcd9x0fxyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته