دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 192869
رواني جنګ جګړې دکندهار۸۰ سلنه خلک په رواني ناروغيو اخته کړي
روغتيا پالان وايي، د رواني ناروغيو علتونه په هيواد کي جنګ جګړې، بې سوادي، فقر، ټيټ اقتصاد، کورنی تاوتريخوالی، نا سم رواجونه او يوشمېرمحدوديتونه دي.
روغتيا پالان وايي، د رواني ناروغيو علتونه په هيواد کي جنګ جګړې، بې سوادي، فقر، ټيټ اقتصاد، کورنی تاوتريخوالی، نا سم رواجونه او يوشمېرمحدوديتونه دي.
د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د عقلي او عصبي ناروغيو وارډ ته هره ورځ تر ۶۰ زيات ناروغان مراجعه کوي او وروسته د درملو ترڅنګ روغتيايي مشورې ورکول کېږي.
دا د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د عقلي او عصبي ناروغيو د درملني څانګه ده، دلته هره ورځ تر ۶۰ زيات د رواني ناروغيو ناروغان د درملني په موخه مراجعه کوي.
غوټۍ ځکه دا مرکز ته راغلې، چي پوره اته کاله وړاندي يې خاوند په هلمند کي بله ښخه يا بن ورباندي وکړه، دا وايي، له کوره يې د اولادو سره پسي اخيستې، کله په فقر او کله له نورو دوستانو څخه په عجز او زاريو څه اندازه پیسې اخلي.
د غوټۍ ترڅنګ نوري ناروغاني هم په دغه مرکز کي د درملني په موخه د ډاکټر انتظار کوي، پر شکريې باندي د سېلابونو له امله کور را نړېدلی اوس يې عصاب کار نه کوي، مور يې وايي، کله ژاړې او کله بيا خاندي، که ويښه يي او که بيده هم دهغه ناوړه ورځي تصوير يې تر اوسه په ذهن کي دئ.
روغتياپالان په هيواد کي، روانه جګړه، زلزله، سېلابونه، کورنی تاوتریخوالی، فقر، بې سوادي، ټيټ اقتصاد، کورني محدوديتونه، نا سم رواجونه او نشه يي توکي هغه څه يادوي، چي رواني ناروغي منځ ته ورڅخه راځي.
د دوی په اند په کندهار کي ۸۰ سلنه خلګ په رواني ناروغیو اخته دي، اخته کسانو ته دوی تر مراجعې وروسته درمل او رواني مشورې ورکوي، څو د دې ناروغۍ ښه لمنځه وړل په هيواد کي سوله او امن دئ.
کريم الله او احمد مرسل د کندهار په يوه ښوونځی کي زده کړي کوي، دوی وايي، کله چي ښوونځی ته راځي او ديوې خطر ناکه پېښي سره مخ سي، نو بيا يې هيڅ په ذهن خپل درس او زده کړي نه پاتېږي.
د دوی په اند له کوره بيا تر ښوونځی يې چاپېريال نه دئ خوندي هره ورځ ورسره د هر ډول پېښو د پېښېدو بېره وي، د دوی په اند اوس په يو ډول رواني ناروغيو اخته دي، روح او روان يې نا ارامه دئ.
په ټولنه کي د رواني ناروغيو د ښه له منځه وړلو په موخه د کندهار د عامي روغتيا رياست له لوري د صحي علومو په انستيتيوت کي د رواني ناروغيو په دغه ټولګۍ کي د کندهار، هلمند، زابل، روزګان، فراه او غزني ولايتونو انجوني د دوو کلونو لپاره زده کړي کوي.
وروسته د کندهار تر څنګ په ليري پرتو ولسواليو کي ښځو او کورنيو ته د رواني ناورغيو د له منځه وړلو په موخه مشورې ورکوي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، په تېرو ۶ مياشتو کي ميرويس روغتون ته ۴۰۷۶۲ په رواني ناروغيو اخته کسانو مراجعه کړې، ۲۱ کسانو بيا د دغه ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې.
عامي روغتيا رياست اوس په دې لټه کي دئ، څو په ميرويس روغتون کي د رواني ناروغانو ۱۰ بستريز وارډ فعاله کي، او اوس هم د کندهار او ولسواليو په ۲۱ بشپړو روغتيايي مرکزونو کي د رواني ناروغۍ مشاورين لري، چي يادو ناروغانو ته روغتيايي مشورې ورکوي.
دا په داسي حال کي ده چي د عامي روغتيا وزارت د يوې تازه سروې پر اساس په افغانستان کي په هرو پنځو وګړو کي يې دوه په روحي ناروغۍ اخته دي.
خلک وايي، په هيواد کي د روانو جنګ جګړو د پای ته رسېدو او د يوې دايمي او باعزته سولي په راتګ سره نه يوازي، چي د رواني ناروغانو کچه به راټيټه سي، بلکي فقر، بې سوادي، ټيټ اقتصاد، کورنی تاوتريخوالی او د نشه يي توکو کښت او استعمال به هم له منځه ولاړ سي.
https://avapress.com/vdcaiun6o49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته