خوښ ديک ۰

دافغان سولي په برخه کي په ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي

د افغان سولي په برخه کي په بین المللي کچه مملکتونه او نړیوال سازمانونه اوپه ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي.
دافغان سولي په برخه کي په ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي
د افغان سولي په برخه کي په بین المللي کچه مملکتونه او نړیوال سازمانونه اوپه ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي.
دغه څرګندوني  په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین سره د سولي تر عنوان لاندي جوړ سوي مجلس کي وکړې، چي پر مهال یې قومي مشران، علماء او د ملګرې ملتونو (UNAMA) دفتر د سیاسی چارو حوزوي مسؤله اغلي میکلون هم ګډون درلود.
د ملګرو ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین ددغه مجلس د رابللو موخه د سولي په برخه کي دپیشنهادونو، مشورو او وړاندیزونو شریکول یاد کړل.
د هغه په وینا: ملګرې ملتونه (UNAMA) به هیڅکله د افغان سولي له پروسې څخه لاس وانخلي او زیاته یې کړه: “د افغان سولي په برخه کي که موږ ژر و نه توانېږو سوله راولو، نو حد اقل د دایمي اوربند لپاره ستاسو په همکارۍ
د افغان سولي په برخه کي په بین المللي کچه مملکتونه او نړیوال سازمانونه اوپه ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي.
کار کولای سو.
په یاد مجلس کي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو له هڅو څخه د سولي په برخه کي مننه وکړه او وویل: “افغان سوله دغه وخت یو نړیوال بحث ګرځیدلی او په دې برخه کي د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د سولي په برخه کي (۹) دوره خبرې اترې له طالبانو سره وکړې؛ ولي تینګار پر بین الفغاني خبرو وسو او دا د ټول افغانانو غوښتنه ده.
هغه همدارنګه وویل: “د سولي په برخه کي په محلي سطحه د قومي مشرانو، علماء او متنفذینو را داخلول د سولي په برخه کي مؤثره ثابتېدلای سي، د هغه په وینا: “ډیر علما لا تر اوسه د سولي له یادې پروسې څخه لیري پاته سوي چي باید را داخل سي او شتون یې مهم دی.
ښاغلي دستګیري د سولي په خبرو اترو کي د انسان ژوند ته ارزښت ورکول مهم وبلل او د سولي د خبرو اترو پر مهال یې پر اوربند ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د قانون حاکمیت، د افغانانو د ژوند سطحي لوړول او د افغانستان اړیکي له نورو ممالکو سره باید څنګه و اوسې؟ هغه موضوعات یاد کړل چي باید پرې بحث وسي.
په یاد مجلس کي نورو برخوالو هم له خپله اړخه د سولي پر ارزښت او اهمیت خپل نظریات او پیشنهادونه وړاندي کړل.
جمعه ۱۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود: 192870 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *