کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دافغان سولي په برخه کي په ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي

19 میزان 1398 ساعت 18:01

د افغان سولي په برخه کي په بین المللي کچه مملکتونه او نړیوال سازمانونه اوپه ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي.


د افغان سولي په برخه کي په بین المللي کچه مملکتونه او نړیوال سازمانونه اوپه ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي.
دغه څرګندوني  په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین سره د سولي تر عنوان لاندي جوړ سوي مجلس کي وکړې، چي پر مهال یې قومي مشران، علماء او د ملګرې ملتونو (UNAMA) دفتر د سیاسی چارو حوزوي مسؤله اغلي میکلون هم ګډون درلود.
د ملګرو ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین ددغه مجلس د رابللو موخه د سولي په برخه کي دپیشنهادونو، مشورو او وړاندیزونو شریکول یاد کړل.
د هغه په وینا: ملګرې ملتونه (UNAMA) به هیڅکله د افغان سولي له پروسې څخه لاس وانخلي او زیاته یې کړه: “د افغان سولي په برخه کي که موږ ژر و نه توانېږو سوله راولو، نو حد اقل د دایمي اوربند لپاره ستاسو په همکارۍ کار کولای سو.
په یاد مجلس کي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو له هڅو څخه د سولي په برخه کي مننه وکړه او وویل: “افغان سوله دغه وخت یو نړیوال بحث ګرځیدلی او په دې برخه کي د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د سولي په برخه کي (۹) دوره خبرې اترې له طالبانو سره وکړې؛ ولي تینګار پر بین الفغاني خبرو وسو او دا د ټول افغانانو غوښتنه ده.
هغه همدارنګه وویل: “د سولي په برخه کي په محلي سطحه د قومي مشرانو، علماء او متنفذینو را داخلول د سولي په برخه کي مؤثره ثابتېدلای سي، د هغه په وینا: “ډیر علما لا تر اوسه د سولي له یادې پروسې څخه لیري پاته سوي چي باید را داخل سي او شتون یې مهم دی.
ښاغلي دستګیري د سولي په خبرو اترو کي د انسان ژوند ته ارزښت ورکول مهم وبلل او د سولي د خبرو اترو پر مهال یې پر اوربند ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د قانون حاکمیت، د افغانانو د ژوند سطحي لوړول او د افغانستان اړیکي له نورو ممالکو سره باید څنګه و اوسې؟ هغه موضوعات یاد کړل چي باید پرې بحث وسي.
په یاد مجلس کي نورو برخوالو هم له خپله اړخه د سولي پر ارزښت او اهمیت خپل نظریات او پیشنهادونه وړاندي کړل.


د مطلب کود: 192870

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192870/دافغان-سولي-په-برخه-کي-ملي-کچه-قومي-مشران-علماء-اوځوانان-ښه-رول-لوبولای-سي

آوا
  https://www.avapress.com