خوښ ديک ۰

د ولسمشرسلاکار او جهادي مشر استاد عبدالحلیم وفات سو

جهادي قومندان او په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار وزیر استاد عبدالحلیم د تېرو دوو کلنو څخه د سرطان ناروغۍ څخه کړېدی نن جمعه د غرمې مخکي یې د حق داعي ته لبیک ووایه او ددې نړي څخه یې سترګي پټي کړې. نوموړي په همدې ورځ ماځیګر په میروېس مېنه کي خاورو ته وسپارل سو چي پر مهال یې په ټولنیزو چارو کي د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري وویل استاد عبدالحلیم د جهاد په دوره کي مقاومت کړي وو او څو ځله یې روسي عسکر ژوندي نیولي وه.
د ولسمشرسلاکار او جهادي مشر استاد عبدالحلیم وفات سو
جهادي قوماندان او سلاکار وزیر استاد عبدالحلیم نن ترغرمې مخکي د ورپېښي ناروغي له امله ساه ورکړه او ماځيګر خاور ته وسپارل سو.
په ټولنیزو چارو کي د کندهار ولايت مقام مرستیال وايي استاد عبدالحلیم پیاوړي جهادي قومندان وو او په دې ورستیو کي یې د ستونزو د حل په موخه هڅي کولې.
جهادي قومندان او په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار وزیر استاد عبدالحلیم د تېرو دوو کلنو څخه د سرطان ناروغۍ څخه کړېدی نن جمعه د غرمې مخکي یې د حق داعي ته لبیک ووایه او ددې نړي څخه یې سترګي پټي کړې.
نوموړي په همدې ورځ ماځیګر په میروېس مېنه کي خاورو ته وسپارل سو چي پر مهال یې په ټولنیزو چارو کي د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري وویل استاد عبدالحلیم د جهاد په دوره کي مقاومت کړي وو او څو ځله یې روسي عسکر ژوندي نیولي وه.
ښاغلي دستګیري وویل چي نوموړي د تېرو اتلسو کلنو څخه د قومونو په یووالي او د شخړو په حل کي هڅي کولې او د تېرو دووکلونو څخه په همدې برخه کي د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ټاکل سوی وو.
د جهادي قومندان مرحوم استاد عبدالحلیم وراره سعدالله نورزي وویل چي استاد د تېرو لسو میاشتو را په دې خوا د سرطان ناروغۍ له امله پر بستر پروت وو چي برون جمعه لس بجې یې ساه ورکړه.
 
شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود: 192877 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *