کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشرسلاکار او جهادي مشر استاد عبدالحلیم وفات سو

20 میزان 1398 ساعت 9:44

جهادي قومندان او په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار وزیر استاد عبدالحلیم د تېرو دوو کلنو څخه د سرطان ناروغۍ څخه کړېدی نن جمعه د غرمې مخکي یې د حق داعي ته لبیک ووایه او ددې نړي څخه یې سترګي پټي کړې.
نوموړي په همدې ورځ ماځیګر په میروېس مېنه کي خاورو ته وسپارل سو چي پر مهال یې په ټولنیزو چارو کي د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري وویل استاد عبدالحلیم د جهاد په دوره کي مقاومت کړي وو او څو ځله یې روسي عسکر ژوندي نیولي وه.


جهادي قوماندان او سلاکار وزیر استاد عبدالحلیم نن ترغرمې مخکي د ورپېښي ناروغي له امله ساه ورکړه او ماځيګر خاور ته وسپارل سو.
په ټولنیزو چارو کي د کندهار ولايت مقام مرستیال وايي استاد عبدالحلیم پیاوړي جهادي قومندان وو او په دې ورستیو کي یې د ستونزو د حل په موخه هڅي کولې.
جهادي قومندان او په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار وزیر استاد عبدالحلیم د تېرو دوو کلنو څخه د سرطان ناروغۍ څخه کړېدی نن جمعه د غرمې مخکي یې د حق داعي ته لبیک ووایه او ددې نړي څخه یې سترګي پټي کړې.
نوموړي په همدې ورځ ماځیګر په میروېس مېنه کي خاورو ته وسپارل سو چي پر مهال یې په ټولنیزو چارو کي د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري وویل استاد عبدالحلیم د جهاد په دوره کي مقاومت کړي وو او څو ځله یې روسي عسکر ژوندي نیولي وه.
ښاغلي دستګیري وویل چي نوموړي د تېرو اتلسو کلنو څخه د قومونو په یووالي او د شخړو په حل کي هڅي کولې او د تېرو دووکلونو څخه په همدې برخه کي د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ټاکل سوی وو.
د جهادي قومندان مرحوم استاد عبدالحلیم وراره سعدالله نورزي وویل چي استاد د تېرو لسو میاشتو را په دې خوا د سرطان ناروغۍ له امله پر بستر پروت وو چي برون جمعه لس بجې یې ساه ورکړه.
 


د مطلب کود: 192877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192877/د-ولسمشرسلاکار-او-جهادي-مشر-استاد-عبدالحلیم-وفات-سو

آوا
  https://www.avapress.com