کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سید اکبر اغا:

د سولې دښمن حکومت زمونږ پر دفتر چاپه وهلې

20 میزان 1398 ساعت 10:00

د افغانستان خلاصون شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سيد محمد اکبر اغا ويلي، د سولې دښمنانو «حکومتي چارواکو» د دوی پر چاپه وهلې ده.


د افغانستان خلاصون شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سيد محمد اکبر اغا ويلي، د سولې دښمنانو «حکومتي چارواکو» د دوی پر چاپه وهلې ده.
ښاغلي اکبر اغا ويلي، حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم دوه ځله د دوی پر دفتر چاپه وهلې او وروسته يې ورته عذر کړی، چې دوی تېروتلي وو.
د خلاصون شورا مشر وايي، هر ځل، چې حکومت د دوی پر دفتر چاپه وهلې، پنځوس موټر راشي، د دوی ځينې ملګري له ځان سره يوسي او له څه مودې وروسته يې بېرته خوشې کړي او بيا وايي، چې دوی اشتباه شوي وو، خو ښاغلی اکبر اغا وايي، چې تېروتنه يو ځل وي، هر ځل تېروتنه نه وي.
نوموړی وايي، د حکومتي چارواکو د مکررو چاپو له امله دوی هم اړ شوي، چې خپل غږ پورته کړي.
له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ګډ حکومت له لوري کابل کې د سولې پر فعالانو فشارونه زيات شوي، وخت پر وخت يې د ترور هڅه هم شوې ده.
تېره ورځ هم د سولې پر فعال او سياسي شنونکي نظر محمد مطمئن د برید هڅه شوې وه، خو بریدګر په خپله هڅه کې ناکام شو او توفنګجچه يې ښاغلي مطمئن ته پاتې وه.
په کابل کې حکومتي سرچينې وايي، ګډ حکومت له کابل مېشتو پخوانيو طالبانو او د سولې له فعالانو غوښتي وو، چې له طالبانو سره د مخامخ ناستې زمينه برابره کړي، خو کله، چې د حکومت غوښتنه ونه منل شوه، حکومتي چارواکو او استخباراتي ادارو په کابل ښار کې د سولې پر فعالانو او پخوانيو طالب چارواکو فشارونه زیات کړي دي.


د مطلب کود: 192882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192882/سید-اکبر-اغا

آوا
  https://www.avapress.com