دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 192889
د افغانستان فوټبال لوبډلې له عمان څخه ماته وخوړل
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د عمان د فوټبال ملي لوبډلې ته ۳ـ۰ په وړاندې لوبه وبایلله. دغه سیالي د اکتوبر پر لسمه «تلې۱۸مه» د عمان پلازمېنه د مسقط په سلطان قابوس لوبغاړي کې تر سره شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د عمان د فوټبال ملي لوبډلې ته ۳ـ۰ په وړاندې لوبه وبایلله.
دغه سیالي د اکتوبر پر لسمه «تلې۱۸مه» د عمان پلازمېنه د مسقط په سلطان قابوس لوبغاړي کې تر سره شوه.
په دغه سیالي کې ویس عزیزي، اسلام الدین نامیري، حسن امین، فیصل شایسته نجیم حیدري، ادم نجم، نور حسین، مصطفی ازادزوی، ذوالفقار نظري، فرشاد نور او زبیر امیري د عمان د لوبډلې په وړاندې لوبېدله.
افغان لوبغاړو د لومړۍ نیمايي په لومړیو دقیقو کې د عمان لوبډلې د زیاتو حملو مخه نیول، خو د یادې نیمايي په منځ کې عمان لوبډلې په ۲۷مه او ۳۸مه دقیقه کې پر افغان لوبډلې ګولونه ووهل.
همدارنګه عمان لوبډلې د لوبې په دوهمه نیمه کې په ۶۰مه دقیقه کې د پنالټي له لارې د افغان لوبډلې په وړاندې دریم ګول هم تر سره کړ.
افغانستان تر دا مهاله درې لوبي کړي، چې یوه یې ګټلې او دوې یې بایللي دي.
افغانستان خپله یوه بله مخکنۍ لوبه ۶ - ۰ په وړاندې قطر ته بایللې وه او له بنګله دېش څخه یو د صفر په وړاندې ګټلې وه.
دغه لوبې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ میلادې کال د اسیايي ملتونو جام سالیوته د لار موندنې په هدف تر سره کېږي.
https://avapress.com/vdcc4iqso2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته