د افغانستان استخباراتو ویلي، په پروان کې د برښنا یوې ستنې الوزولو په تور یې څلور کسان نیولي دي.
ملي امنیت په پروان کې د برښنا پایې ړنګولو په تور څلور کسان نیولي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1398 ساعت 10:57
د افغانستان استخباراتو ویلي، په پروان کې د برښنا یوې ستنې الوزولو په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست پر خپلې ټویټرپانې لیکلي چې ځانګړو ځواکونو د میزان په ۱۹ د شپې لخوا په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو دغه غړي نیولي دي.
دوی د پروان ولایت د سالنګ په اهنګرانو کې د تېرې چهار شنبه په شپه د برښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې وه له امله یې په کابل او یوولس ولایتونو کې د برښنا جریان دوې ورځې قطع و.
بلخوا د پروان امنیه قوماندان، محمد محفوظ ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، په سالنګونو کې د برېښنا ستنې غیر مسئوله وسله والې ډلې او غله تخریبوي.
د پروان امنیه قوماندان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د شپږو مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبره وکړه.
چارواکو ویلي، د اصلي پایې تر رغېدو پورې، کابل او یوولسو ولایتونو ته د یوه موقتي مزي په مرسته برښنا رسول کېږي.
د مطلب کود: 192894