کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې روان کال ۱۴۸۳۵افغان کډوال افغانستان ته شړلي

20 میزان 1398 ساعت 12:02

د «IOM» راپور وايي چې یوازې د سپټمبر میاشتې له ۲۹ څخه نېټې څخه بیا د روانې اکتوبر میاشتې تر پنځمې نېټې له ترکیې څخه ۱۲۹۸ افغان کډوال ایستل شوي چې ۲۹ تنه یې له دغه سازمان سره په همغږۍ او پاتې۱۲۶۹ تنه یې په زور ایستل شوي دي.


د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM»وايي، د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له ترکیې څخه ۱۵زره ۲۷۰ افغان کډوال ایستل شوي دي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ د اکتوبر پر۱۱مه «» تلې ۱۹مه په خپل راپور کې ویلي، چې د یادو کډوالو له ډلې تنه ۴۳۵ یې د کډوالو چارو سازمان سره په همغږۍ او پاتې ۱۴زره ۸۳۵ نور یې په زور ایستل شوي دي.
د «IOM» راپور وايي چې یوازې د سپټمبر میاشتې له ۲۹ څخه نېټې څخه بیا د روانې اکتوبر میاشتې تر پنځمې نېټې له ترکیې څخه ۱۲۹۸ افغان کډوال ایستل شوي چې ۲۹ تنه یې له دغه سازمان سره په همغږۍ او پاتې۱۲۶۹ تنه یې په زور ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مخکې ویلي، چې له ترکیې او نورو اروپايي هېوادونو څخه یې غوښتي و چې د کوم مشخص دلیل پرته افغان پناه غوښتونکي ونه باسي.
د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې لا هم زرګونه افغان پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د تلو په نیت په ترکیه کې مېشت دي.
«IOM» همدارنګه زیاته کړې، چې د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا تر دامهاله له ایران او پاکستان څخه هم درې لکه ۷۲زره ۲۳۵ افغان کډوال ایستل شوي دي
دغه سازمان وايي، په روان کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳لکه ۵۵زره ۵۲۲ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوي، چې له ډلې یولک ۵۴زره ۵۶۵تنه یې په داوطلب او دوه لکه۹۵۷زره یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۶زره ۷۱۳تنه افغان کډول وتلي، چې ۱۴زره ۲۲۷ تنه په خپله خوښه او ۲۴۸۶ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.


د مطلب کود: 192895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192895/ترکیې-روان-کال-۱۴۸۳۵افغان-کډوال-افغانستان-ته-شړلي

آوا
  https://www.avapress.com