دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 192896
کابل کې د ولسي جرګې د غړو او پولیسو ترمنځ شخړه سوې
تېره شپه د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ شخړه رامنځته سوې ده.
تېره شپه د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ شخړه رامنځته سوې ده.
 پولیسو پرون ګمرک ته څېرمه د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو سپینولو یې ورته ویلي خو وکیل له دې کار سره مخالفت ښودلی او دا یې د ځان سپکاوی بللی دی.
 راپورونه وايي چې وروسته د پولیسو او د وکیل د ساتونکي ترمنځ شخړه رامنځته سوې او پولیسو د وکیل ساتونکی نيولی دی، خو له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ نور
وکیلان رسېدلي او د اعتراض په توګه یې عمومي لار تړلې وه. 
له دې شخړې وروسته وکیلان په نیمه شپه د ولسي جرګې په تالار کې بېړنۍ غونډه نیولې وه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي يې د جرګي تالار ته ور غوښتی وو. دې پېښې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي، چې وکیلان د مافیا بانډونه دي. دوی وايي پولیس حق لري چې د تورو ښيښو موټر ودروي او د جواز پوښتنه ترې وکړي. 
عام خلک وايي په هېواد کې هره ورځ جنازې او قتلونه روان دي وکیلانو یوه ورځ د ملت لپاره غږ اوچت نه کړ خو د خپلو شخصي ګټو په خاطر د شپې بيړنۍ غونډه جوړوي.
https://avapress.com/vdcaoun6i49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته