دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 192901
‎کمېسیون: څو ځلې زموږ پر سرور سایبري بریدونه سوي
د څه مودې راهیسي د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد سرعت له ستونزو سره مخ و. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و.
د څه مودې راهیسي د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد سرعت له ستونزو سره مخ و. 
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و. 
د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، چې تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه سوي دي. 
نوموړې وايي چې د ټاکنو کمېسیون سرور امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي. 
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي ریس یوسف رشید وايي، کمېسیون باید تر وروستي بریده هڅې وکړي، څو د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتي
https://avapress.com/vdchvinzz23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته