دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 192905
پر نظرمحمد مطمين برید شوی که يي وسله افشا شوې؟
په دې مجالسو کې ان پر دې بحث کيږي چې ځينې دولت پلوي ځوانان باید په ناستو کې منزوي شي، وغندل شي، په نوم يي مستعارې پاڼې جوړې شي، له مستعارو پاڼو ورته اخطارونه ورکول شي، کور يي تثبیت شي او شپې پاڼې ور واچول شي.
زه د نظرمحمد مطمین د ملګرو له هغې حلقې څخه يم چې دی ښاغلی يو نيم وارې ورته د کابل په ختيځ کې په يوه خټينه مدرسه کې د تبلیغاتو، چل ول، هدفي وژنو او شخصیت وژنې درسونه ورکوي.
په دې مجالسو کې ان پر دې بحث کيږي چې ځينې دولت پلوي ځوانان باید په ناستو کې منزوي شي، وغندل شي، په نوم يي مستعارې پاڼې جوړې شي، له مستعارو پاڼو ورته اخطارونه ورکول شي، کور يي تثبیت شي او شپې پاڼې ور واچول شي.
که چیرته زما دا لیکنه هغه چې په دې خبرو يي سر خلاص وي لولي دوی ته وايم چې دا وسله د نظرمحمد مطمین ده او دده په شان ځلاند، شينواری، شفيع اعظم،حسن حقيار او ډير نور چې د دوی کور، دفتر، ښونځي، بنسټ او بانډار خانو ته تګ راتګ لري هم ورته وسلې لري.
د مطمين يوه کيسه درته وکړم:
يوه ورځ په يو ځای کې سره ناست وو يو ملګري ته يي چې نوی د دوی په ډله کې ور ګډ شوی وو تفنګچه راوړې وه هغه په ډير ډار ترې واخیسته او پوښتنه يي وکړه چې که احيانا دا تفنګچه له موږ سره ګير شي څه به کوو؟ په اصل کې دې کس ته ډاډ ورکول شوی وو چې دولتی لوري ته هم مشکل نشته او د طالبانو لوري ته خو بیخي خلاصې تڼۍ ګرځه.
مطمین څلور وړانديزونه لرل:
۱ـ که پوی شوی څوک مو څاري چې وسله درسره ده دملا له لارې يي په پايڅه کې کښته خوشې کړئ او يو وارې چيغې کړئ چې هلۍ پر ما برید کیده، کس به نه وي وسله به پر ځمکه پرته وي پوليس به يي واخلی تاسو ته به عزت هم درکړي.
۲ـ که چيرته پوی شوئ چې وسله مو لیدل شوې نو هڅه وکړئ پر ځان د بريد په پلمه هياهوی جوړ کړی، که احيانا چیرته وهم نيول شوی عام ذهنیت به داسې شوی وي چې دا خو د فلاني پر ضد دسيسه وه او تاسو به خوشې شئ او وسله به مو دولت ضبط کړي.
۳ـ په هر حالت کې چې کله هم ستاسو کور ته تلاشي درځي، موټر مو درول کيږي او د وسلې په افشا کيدو ډاريږئ فشار مه هيروئ، هغه کارتونه چې د خبريال، مدني فعال او لیکوال په نوم له تاسو سره دي« چې ده ورته خپله جوړ کړي» دستي را باسئ او غالمغال کوئ، له پوليسو تل دا پوښتنه کوئ چې ته ما د کومې محکمې په امر تلاشي کوې،کوم دی څارنوال…. چې کله مو ورته کار وکړ پولیس د ځان له ډاره هم تاسوخوشې کوي او که ملګری درسره وو او ځيرک تلیفون مو لاره
يو کس دې ويډيو هم شروع کړي چې پولیس او امنيتي ځواکونه نور هم وډار شي.

۴ـ که ملګری درسره وو هغه به پوهوئ چې زه افشا شوم وسله نیول کيږي ته منډه واخله زه به وسله خطا کړم دلته به خلک به په ما راټول شي ته به په تيښته بریالی شې چې تر څو پوليس را رسيږي خلک به هم شاهدي ووايي چې پر ښاغلي برید وشو چې بریدګر وتښتيد خو وسله ترې پاتې شوه.
وسله چې ما يي انځور د مطمين په لاس کې ولید بیخي هغه وسله ده چې درې ځلې مې مخکې هم له ده سره لیدلې، دا هغه وسله ده چې يو وارې يي په ختيځ کابل کې يو کس ته ورکړې وه او ميخک يي خراب شوی وو. هغه چې جوړه هم کړه د يو سپين سراچه موټر په ذريعه يو کس مطمین ته ور ورسوله.
په جومات کې چې مطمين پر ځان د برید دعوه لري ملا امام يي له دوی سره نيږدې اړيکې لري، په اصل کې خبره داده چې د مطمين له پايڅې تفنګچه خطا شوې، کله چې پوی شوی دی چې افشا شوم نو يي نارې سورې پيل کړي دي چې هلئ پر ما برید وشو او کټ مټ څلورم نمبر سناریو ښاغلي تکرار کړې.
پرونۍ سناریو هم د څلورو څخه يوه ده، هغه څه چې مطمين يي وايي چې پر ما برید کيده او ده ښاغلي په فلمي انداز کې پر بریدګر حمله کړې وسله يي ترې اخیستې او کس په روغو پښو وتلی دی دا له يوې سازمان شوې ځاني دسيسې پرته بل څه نه دي، نن سبا طالب مبلغين په ډير بد وضعيت کې دی، هغه بودجه چې دوی ته ورکول کيده اوس نه ورکول کيږي، هغه باور چې پر دوی کيده اوس نه کيږي او هغه تبلیغات چې د دوی په ګروپ او کابل میشتو طالبانو پسې نن سبا کيږي پخوا هيڅ نه کيدل.
بله مهمه خبره داده چې مطمين له اوايلو دومره ډير مهم نه وو، د سلام ضعيف د سکرتر حيثت يي لاره، افغان بنسټ، افغان پوهنتون، افغان ښونځی، افغان مدرسه او… يي هغه څه وو چې دی پکې فعال وو، وروسته يي نن ټکی آسيا د ضعيف په مرسته رامنځ ته کړ، د ژمن په نوم يي بله پاڼه جوړه کړه، د محصلین او ځلاند په نوم دوه نورې پانې جوړې شوې، کله چې د نړۍ نيوز په نوم د یو طالب زاهد جلالي راز افشا شو او د ذبیح الله مجاهد خبرپاڼه يي په سهوه کې له خپل اصلي اکونټ څخه د بل چا اکوڼت ته استولې وه نو خبره نوره هم مرداره شوه دا کیسه ننۍ نه ده بلکه دا پوره څو کاله پخوا شوې وه او د طالبانو پر ضد د خپل وخت يوازني مبارز مجيد قرار د زاهد جلالي سکرين شاټونه او ډير نور اسناد هم خپاره کړل.
https://avapress.com/vdcbg5b8srhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته