دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 192911
مسعود اندرابي د ولسي جرګې استازو لخوا احضار شو
تېره شپه د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ شخړه رامنځته شوې ده. پولیسو پرون ګمرک ته څېرمه د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو سپینولو یې ورته ویلي خو وکیل له دې کار سره مخالفت ښودلی او دا یې د ځان سپکاوی بللی دی.
تېره شپه د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ شخړه رامنځته شوې ده.
پولیسو پرون ګمرک ته څېرمه د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو سپینولو یې ورته ویلي خو وکیل له دې کار سره مخالفت ښودلی او دا یې د ځان سپکاوی بللی دی.
راپورونه وايي چې وروسته د پولیسو او د وکیل د ساتونکي ترمنځ شخړه رامنځته شوې او پولیسو د وکیل ساتونکی نيولی دی، خو له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ نور وکیلان رسېدلي او د اعتراض په توګه یې عمومي لار تړلې وه.
له دې شخړې وروسته وکیلان په نیمه شپه د ولسي جرګې په تالار کې بېړنۍ غونډه نیولې وه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي يې د جرګي تالار ته ور غوښتی وو.
دې پېښې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي، چې وکیلان د مافیا بانډونه دي دوی وايي پولیس حق لري چې د تورو ښيښو موټر ودروي او د جواز پوښتنه ترې وکړي.
عام خلک وايي په هېواد کې هره ورځ جنازې او قتلونه روان دي وکیلانو یوه ورځ د ملت لپاره غږ اوچت نه کړ خو د خپلو شخصي ګټو په خاطر د شپې بيړنۍ غونډه جوړوي.
وکیلانو سره هیڅ وخت د ملت غم نشته نه وه او نه به ورسره پیداشي دادی خلکو څرکندوني دي او واي چي دقانون دکورنه غیري قانوني کارونه کوي هغه همدا وکیلان دي چي قانون ماته وي او دخپل وکیل توب د نامه څخه کټه پورته کوي.
ولسي خلک وايي مونږ دخپلو امنیتي ځواکونو ترڅنک ولاړیو او هیچ چاته دا اجازه نه ورکو چي دقانون نه سرغړونه وکړي.
https://avapress.com/vdcizrazzt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته