دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 192912
کورنیو چارو وزارت: د پولیسو او وکیلانو لانجې په اړه څیړنه روانه ده
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د پولیسو او یو شمیر وکیلانو ترمنځ د تیرې شپې پيښې باندې څيړنه پيل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي د دې پيښې په اړه یک تلویزیون ته وویل: "د قانون تنفیذ او د عامه امن او نظم ساتل د پولیسو اصلي دنده ده. هغه پيښه چې تیره شپه د پولیسو او وکیلانو ترمنځ شوې، په جدي او عادلانه ډول تر څيړنې لاندې ده."
تېره شپه د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ شخړه رامنځته شوې ده. پولیسو پرون ګمرک ته څېرمه د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو سپینولو یې ورته ویلي خو وکیل له دې کار سره مخالفت ښودلی او دا یې د ځان سپکاوی بللی دی.
له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ نور وکیلان رسېدلي او د اعتراض په توګه یې عمومي لار تړلې وه. له دې شخړې وروسته وکیلان په نیمه شپه د ولسي جرګې په تالار کې بېړنۍ غونډه نیولې وه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي يې د جرګي تالار ته ور غوښتی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjv8ev8uqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته