دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 192913
امریکايي سناتوران: پاکستان باید نور د طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ بس کړي
د امریکا د سنا مجلس دوه غړو له هندي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، پاکستان باید د طالبانو او نورو ټولو ترهګرو ډلو ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي. د امریکايي سناتورانو پلاوی چې تېره اوونۍ سیمې ته په سفر راوتلی، له پاکستان او افغانستان وروسته اوس هندوستان ته رسېدلی او په نوي ډيلي کې یې ویلي، پاکستان کولی شي د افغانستان په ثبات کې رول ولوبوي او د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه کې د نړۍ له اقتصادي ودې سره هم مرسته وکړي.
د امریکا د سنا مجلس دوه غړو له هندي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، پاکستان باید د طالبانو او نورو ټولو ترهګرو ډلو ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.
د امریکايي سناتورانو پلاوی چې تېره اوونۍ سیمې ته په سفر راوتلی، له پاکستان او افغانستان وروسته اوس هندوستان ته رسېدلی او په نوي ډيلي کې یې ویلي، پاکستان کولی شي د افغانستان په ثبات کې رول ولوبوي او د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه کې د نړۍ له اقتصادي ودې سره هم مرسته وکړي.
د امریکا د سنا غړې مېرمن هاسن او بل غړی ښاغلی هالن وايي، دا د امریکا لپاره مهمه ده چې له پاکستاني چارواکوسره اړیکه ونیسي او ورڅخه وغواړي چې نور له طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي، ځکه یې له پاکستاني چارواکو سره لومړۍ لیدنه کړې او په دې تړاو یې ورسره سپینې خبرې کړې دي.
مېرمن هاسن وايي، پاکستان باید له دې زیات د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي.
د امریکا سناتوران په داسې حال کې له پاکستانه د ترهګرو ډلو د ملاتړ پریښودلو غوښتنه کوي چې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا ولسمشر ټرمپ ته قول ورکړی چې د افغان سولې په برخه کې به ټولې اسانتیاوې برابروي او طالبان به د امریکا ګڼو غوښتنو منلو ته کېنوي.
https://avapress.com/vdca6un6e49noo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته