دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 192915
د داعش په وړاندی یو ترڅنګ پاته شو
ترکیه یو عملیات د بین المللی مخالفتونو سربیره د سوریه په شمال ختیځ کې شروع کړی دی، دناتو سرمنشي دا عملیات په غبرګون ویلی دی، دا پیمان باید د داعش ډلې په وړاندی جګړه کې متحد پاته شی.
ینس استولتنبرګ؛ د ناتو سرمنشي یونان پلازمینی آتن ته په سفر کې وویل چی د ناتو پیمان یو غړۍ(ترکیه) نظامی عملیات د سوریه شمال ختیځ کې شروع کړی دی او دا اقدام یی د ناتو ځینو نورو هیوادونو اعتراضات راپورته کړی دی.
استولتنبرګ ټینګار وکړ: موږ باید په یاد ولرو چی خپل مشترک جګړه کې د مشترک دشمن په وړاندی یعنی داعش په وړاندی یو بل ترڅنګ واوسو. نړیوال ائتلاف د داعش ماتې لپاره لوی پرمختګ درلودلی دی.
همدا تیرو وختونو کې داعش د بریتانیا یو لویه سیمه خپل تصرف لاندی درلودل او موږ دا ټوله سیمی د داعش تسلط څخه خلاص کړل.
استولتنبرګ ټینګار وکړ چی داعش تراوسه هم په عراق، سوریه او افغانستان کې حضور لری.
د ترکیه ځواک خپل ملاتړ لاندی ډلو سره په سوریه کې د بین المللی خبرداریو سربیره، چهارشنبه په ورځ یو پراخ هوایی او ځمکنې عملیات سوریه شمال ختیځ کې د کردانو کنترول لاندی سیمو کې شروع کړ.
ترکیه وایی چی عملیات څخه یی مقصد د کردانو شاته کول دی او هغه کردان چی ترکیه یی تروریستان بولی او ترکیه غواړی یو مصون زون د سوریه مهاجرینو بېرته ګرځيدلو لپاره هلته رامنځته کړی.
 
https://avapress.com/vdccsiqsp2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته