دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 192916
پکتیا کې د متوازنې اقتصادي ودې په پار د ځنځیري ارزښت پروژه پیل شوه
د پکتیا ولایتي چارواکي وایي په دې ولایت کې د متوازنې اقتصادي ودې د رامنځته کېدو لپاره د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا پروژې چارې رسماً پیل شوې. ددې پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
د پکتیا ولایتي چارواکي وایي په دې ولایت کې د متوازنې اقتصادي ودې د رامنځته کېدو لپاره د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا پروژې چارې رسماً پیل شوې.
نوموړې پروژه دا وخت د هېواد په ۱۱ ولایاتو کې پلي کیږي، چې مهمې موخې یې د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري کولو ارزښت دی.
د یادې پروژې رسمي پرانېسته چې په کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد ځاځی، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، یو شمېر چارواکو او قومي مشرانو برخه لرله د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه.
د پکتیا والي یاده پروژه د دې ولایت د کرنې سکتور لپاره مهمه وبلله او د یاد ولایت بزګرانو ته یې لویه لاسته راوړنه، او هم یې غوښتنه وکړه چې د دې پروژې په تطبیق کې پکتیاني ولسونه همکاري وکړي.
شمیم خان کټوازي: (( دا د خوښۍ ځای دی، چې یوه ډېره مهمه پروژه چې د بزګرانو لپاره حیاتي ارزښت لري، په دې ولایت کې پرانېستل کیږي؛ مونږ د کرنې وزارت ددې اقدام هرکلی کوو)).
باید وویل شي چې ددې
پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي. د کرنې وزارت وایي، یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناکه تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندنې په برخه کې د وړتیا لوړولو له لارې سیمه ییزې سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، دارنګه د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومډرنې ګل خونې جوړې شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ او لا پیاوړي شي، د هېواد د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه دا چې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ او وړاندې کړي.
https://avapress.com/vdcdfx0f9yt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته