دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 192919

هلمند کې د بزګرانو لپاره ۱۶۰ شنې خونې جوړې شوي دي

هلمند اوس د ښه کېدو خواته روان دی
هلمند کې د بزګرانو لپاره ۱۶۰ شنې خونې جوړې شوي دي
هلمند اوس د ښه کېدو خواته روان دی. د هلمند ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د بزګرانو د سبزیو او ترکاریو د کرکیلې او ساتلو لپاره ۱۶۰ شنې خونې جوړې کړي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې بزګرو ته ۱۶۰ بابه شنې خونې جوړې شوي دي، د دغو شنوخونو د جوړولو ۷۵ لګښت د مرسي کورپ بدیل معیشیت پروګرام او ۲۵ سلنه لګښت یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکړل شوي دي.

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى؛ هلمندي کروندګر خوښ دي، چې د شنو خونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنو خونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډیو ولایتونو ته هم ورکړي.
د ځایي سیمو بزګران وایي، یو وخت به یې له نورو ولایاتو هلمند ته تازه سبزي راوړله، چې هم به لارو کې له ستونزو سره مخ کېده او هم به یې نرخونه د خلکو له وسه پورته خبره وه. د هلمند د مرکز لښکرګاه د مختار په سیمه کې د بزګرانو د ټولنې مشر حاجي عبدالشکور دی، نوموړی وایي:
((پخوا به د ژمي په موسم کې مونږ له نورو ولایتونو او ان له بهره سابه او ترکاري واردول؛ خو اوس د شنوخونو له برکته ددې ترڅنګ، چې دغه واردات بند شوي دي دوی نورو ولایتونو ته صادرات هم لري)).
هلمندیان وایي، خوشاله دي چې د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي. دا یې د خپلو لاسونو او خواریو ګټه وټه ده. ځایي ولسونه وایي، دوی د سبو او ترکاریو د تولید په برخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی. قدرت الله ځایي اوسیدونکی وایي: ((مخکې تر دې چې زموږ په ولایت کې شنې خونې نه وې موږ مجبور ووچې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي)).
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په برخه کې یې هڅې ګړندۍ روانې دي.
https://avapress.com/vdcgqx9qyak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته