دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 192927
د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو کمیسیون پر کاري بهیر اعتراض وکړ
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د رایو پروسس بهیر کې د ټاکنو کمیسیون پر چارو نیوکه وکړه او کمیسیون یې منحرف وباله.
د دغه ټیم دویم مرستیال اسدالله سعادتي چې نن شنبې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل سره له دې چې کمیسیون ته یې خبرداری هم ورکړی و، خو لاهم دغه کمیسیون کې چارې په انحرافي ډول روانې دي.
سعادتي وویل: "موږ په کراتو د کمیسیون طرزالعامل پر بنسټ وویل چې بې بایومټریکې رایې اساس نه دي، خو زموږ غوښتنو ته پام نه کولو سره دوی د رای پاڼو سکن کول پيل کړل."
سعادتي وویل دوی ته ویل شوي و چې دا کار د اسنادو ساتنې لپاره کوي، خو اوس خبر شوي چې ددغو پاڼو پایلې سیستم ته داخلوي.
د ثبات او همپالنې ټیم د کمیسیون دا کار سیستماتیکې درغلۍ لپاره هڅې بولي او ټينګار کوي چې کمیسیون سیستم ته د باطلو رایو د داخلولو حق نه لري.
ښاغلي سعادتي وویل نن د دوی پلاوی د ټاکنو کمیسیون ته ورغلی ترڅو کمیسیون دې ته قانع کړي چې له دې (غیرقانوني) حرکت نه لاس واخلي.
ثبات او همپالنې ټیم ګواښ هم وکړ چې که چیرې کمیسیون د دوی خبرې ونه مني، دوی به د خلکو رایو ساتلو لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه پورته کړي.
سعادتي وویل: "اوس د ۲۰۱۴کال نه دی، داسې زیات اسناد په لاس کې لرو چې په سیستماتیک ډول د درغلیو کچه ښيي، که چیرې کمیسیون د قانون سره سم عمل ونه کړي، موږ به د خلکو رایو فاع لپاره له لرې وسیلې ګټه واخلو."
ښاغلي سعادتي دا هم وویل چې د ټاکنو کمیسیون کې ځینو کړۍ له یوه مشخص ټاکنیز ټیم سره په دې هڅه کې دي چې باطلې رایې سیستم ته داخلې کړي.
د یادولو وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې په کراتو ویلي چې دوی ته یواځې بایومټریک شوي راېې د منلو دي او بې بایومټریکه هغه ورته د منلو نه دي.
 
https://avapress.com/vdcf00dyew6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته