کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایتوپیا لومړي وزیر د سولې نوبل جایزه وګټله

20 میزان 1398 ساعت 16:16

د لومړي ځل لپاره ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه.


 ابې احمد ته د سولې او نړیوالې همکارۍ تر لاسه کولو لپاره دغه جایزه ورکړل شوې ده.
 ایتوپیا تېر کال له اریټریا سره د پولې پر سر له هغې یوې شل کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې ۱۹۹۸ کال کې پيل شوې وه.
د سولې نوبل جایزې کمیټه چې ناروې کې موقعیت لری، د سولې او نړیوالو همکاریو پراختیا په برخه کې د ابی احمد علي هڅې د ستاینې وړ بللې دي.
ابي احمد علي چې د ایتوپیا پخوانی اطلاعاتي افسر و، د تیر کال په اپریل کې د دغه هیواد د څلورم لومړي وزیر په توګه په کار پیل وکړ.


د مطلب کود: 192934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192934/د-ایتوپیا-لومړي-وزیر-سولې-نوبل-جایزه-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com