دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 192934
د ایتوپیا لومړي وزیر د سولې نوبل جایزه وګټله
د لومړي ځل لپاره ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه.
 ابې احمد ته د سولې او نړیوالې همکارۍ تر لاسه کولو لپاره دغه جایزه ورکړل شوې ده.
 ایتوپیا تېر کال له اریټریا سره د پولې پر سر له هغې یوې شل کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې ۱۹۹۸ کال
کې پيل شوې وه.
د سولې نوبل جایزې کمیټه چې ناروې کې موقعیت لری، د سولې او نړیوالو همکاریو پراختیا په برخه کې د ابی احمد علي هڅې د ستاینې وړ بللې دي.
ابي احمد علي چې د ایتوپیا پخوانی اطلاعاتي افسر و، د تیر کال په اپریل کې د دغه هیواد د څلورم لومړي وزیر په توګه په کار پیل وکړ.
https://avapress.com/vdcdsx0foyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته