خوښ ديک ۰

د فراه د خاک سفید لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال وژل شوی

د فراه د خاک سفید لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال وژل شوی
ملي دفاع وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د فراه د خاک سفید لپاره د وسله والو طالبانو له لورې نومول شوی ولسوال مولوي باري جان چې په حاجي حمید مشهوره وو د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د یاد ولایت په فراه رود سیمه کې په نښه او له منځه وړل شوی.
د ملي دفاع وزارت په وینا د هوايي برید پر مهال د نشه یې توکو یو قاچاقبر هم وژل شوی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي
شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود: 192935 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *