دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 192943
نړيوال بانک په افغانستان کې پر انرژۍ د خصوصي سکتور د بنسټيزو پانګونو ملاتړ کوي
د نړيوال بانک مديره پلاوي د ۹۸.۸ ميليونه ډالرو په ازښت د مالي مرستې يوه نوې ټولګه د انرژۍ په برخه کې د دوو خصوصي پانګونو د تضمين، يوه پور او له طبيعي ګاز د انرژۍ د توليد د دوو پروژو د اړتيا وړ امکاناتو برابرولو لپاره منظوره کړه.‌ د دې پروژو هدف له داخلي منابعو د انرژۍ د توليد کچې لوړول او د افغانستان پر انرژۍ سکتور د خصوصي پانګونو هڅول دي.


د نړيوالې پراختيا اداره، د نړۍ تر ټولو بېوزلو هېوادونو لپاره د نړيوال بانک ګروپ د وړيا مالي مرستو څانګه، د ۱۲.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت يوه مالي‌ ټولګه د شبرغان له گازه د انرژۍ توليدولو پروژې د پانګونګونې د تضمين لپاره برابروي.
په ورته وخت کې د مزاز شريف له گازه د انرژۍ توليدولو پروژې د ملاتړ لپاره د مالي مرستو ټولګه د لاندې برخو لپاره ځانګړې شوې ده:
  •   د برېښنا د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو برابرولو په موخه د افغانستان برېښنا شرکت د جاري تعهداتو د تاديې د تضمين لپاره د نړيوالې پراختيا ادارې لخوا د ۱۲ ميليونه ډالرو مرستندويې ټولګې ورکول؛
     د نړيوالې مالي‌ ادارې لخوا د ۲۳.۸ ميليونه ډالرو پور او د افغانستان برېښنا شرکت د ګواښونو مديريت لپاره د ۱.۵ ميليونه ډالرو د نورو مالي امکاناتو برابرول. د دې پروژې د مشر منتظم په توګه نړيواله مالي اداره د دې پروژې د احتياطي لګښتونو پوره کولو لپاره د ۴۳.۸ ميليونه ډالرو موازي پور د برابرولو ژمنه هم کوي؛
     د دوو خصوصي پانګونو او پور ورکوونکي د سياسي ګواښونو د بيمې لپاره د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې لخوا د ۴۸.۷ ميليونه ډالرو ورکړه. دا مالي امکانات د قرارداد د نقض، مالکيت د سلب، د پانګې د انتقال محدوديت، د اسعارو د بېرته نه راګرځېدنې او د جګړې او ملکي تاوتراخوالو د پېښېدو په څېر ګواښونو پر وړاندې د ۱۵ کالو لپاره د خصوصی پانګونکو لپاره بيمه برابروي.‌
د نړيوالې مالي ادارې پانګونې او د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې د سياسي ګواښ تضمينونو يوه برخه د نړيوالې مالي ادارې د ګواښونو راټيټولو کړکۍ لخوا او بله برخه يې د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې د تضميناتو د څانګې لخوا برابرېږي.
"افغانستان برېښنا ته بې کچې زياته اړتيا لري، او د مالي مرستو دا نوې ټولګه به د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي. د انرژۍ پر سکتور پانګونه د هېواد د بالقوه ودې د لاسته راوړلو لپاره کليدي اهميت لري،" دا خبره هنري کرالي، په افغانستان کې د نړيوال رييس وکړه،‌ او زياته يې کړه: "د انرژۍ د متنوعو منابعو  په رامنځته کولو به لا ډېر افغانان له ډاډمنې ښاري برېښنا برخمن شي، کاري فرصتونه به ډېر او د هېواد اقتصادي وده به پياوړې شي، او د بېوزلۍ کچه به راټيټه شي. د نړيوال بانک ګروپ به له افغان دولت سره د دې پروژو د پلي کېدو په بهير کې له نږدې همکاري‌ کوي تر هغې چې له دې ډاډمن شي چې دا پروژې به پر خپل وخت او په اغېزمن ډول بشپړېږي."
د شبرغان له ګازه د انرژۍ توليدولو پروژه به د ۴۰ مېګا واټه له ګازه د انرژۍ توليدولو برېښناکوټ د ودانيزو او اجرايوي چارو ملاتړ کوي. پدې برېښناګوټ کې به د افغانستان په شمال لوېديځ کې د شبرغان د ګازي څاه ګانو ګاز کارېږي. دا پروژه به د بيات د برېښنا انرژۍ د خدماتو ويشلو شرکت، چې د بيات ګروپ لخوا تاسيس شوی، لخوا پلې کېږي. تمه ده چې دا نو برېښناکوټ‌ به په کال کې ۳۰۰ ګېګاواټ ساعته برېښنا توليدوي، چې ورسره به له داخلي‌ منابعو د توليدېدونکې انرژۍ په کچه کې پام وړ زياتوالی راشي.‌ د دې پروژې لومړني ګټمن به له ښاري شبکو سره نښتې کورنۍ او تشبثونه وي چې په بلخ، جوزجان، فارياب، سرپل او د شمالي‌ ولايتونو په نورو برخو کې به د نوي برېښناکوټ له لارې برېښنا ور ورسېږي.
د مزار شريف له ګازه د انرژۍ پروژه به د ۵۸.۶ مېګاواټه برېښناکوټ، چې د شبرغان د ګاز له څاګانو به استفاده کوي، د جوړولو چارې پلې کړي. تمه ده چې دا برېښناکوټ به په کال کې د ۴۰۴ ګېګاواټ ساعتو برېښنا توليدولو ظرفيت ولري، چې دا کچه په ۲۰۱۹ کال کې د هېواد د داخلي توليدېدونکې انرژۍ له ۲۸ سلنې او په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د ټولې ويشل شوې انرژۍ له شپږ سلنې سره برابره ده. دا پروژه به د افغان برېښناکوټو شرکت لخوا، چې د غضنفر ګروپ (د انرژۍ، ‌ترانسپورتي، ودانيزو او بانکي سکتورونو په برخه کې فعال يو ستر شرکت)، برخه ده، پلې شي. د دې پروژې په مرسته له جوړېدونکي برېښناکوټه به له ښاري شبکو سره په کابل، مزار شريف او جلال اباد کې نښتې کورنۍ برخمنې شي. دا پروژه د نړيوال بانک، نړيوالې مالي‌ ادارې او څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې په مرسته ترتيب شوې چې د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ به د تکثير وړ يو مشارکت رامنځته او د افغانستان د زېربنا د تقويې لپاره به د خصوصي سکتور اوږمهالې پانګونې وهڅوي.
دا دواړه پروژې به د ګاز د سکتور په لا چټکولو کې مرسته وکړي.
د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې په اړه:
د څو اړخيزو پانګونو د تضمين اداره په ۱۹۸۸ کال کې د نړیوال بانک ګروپ د يوه غړي په بڼه رامنځته شوه.‌ د دې بنسټ د رامنځته کولو هدف په مخ پر ودې هېواد کې د سياسي ګواښونو او خصوصی پانګونکو د خدنديتوب لپاره د بيمي برابرولو له لارې د مستقيمو بهرنيو پانګونو هڅونه وه. د دې بيمې موخه د دولتونو لخوا د قرارداد د نقض، د مالکيت سلب، د پانګې د انتقال محدوديت، د اسعارو د بېرته نه راګرځېدنې او د جګړې او ملکي تاوتراخوالو د پېښېدو په څېر ګواښونو کمول دي.
د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې له تاسيس راهيسې د پانګونې د تضمينولو او پانګوالو لپاره د مناسبو شرايطو رامنځته کولو لپاره په ۱۱۴ مخ پر ودې هېوادونو کې ۵۵ ميليارده ډالر لګول شوي دي.
د نړيوالې مالي‌ ادارې په اړه
نړيواله مالي اداره د نړيوال بانک ګروپ د خصوصي سکتور د پراختيا څانګه ده چې د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې، په ځانګړي ډول په نويو بازارونو کې، د تر ټولو سترو انکشافي بنسټونو په کتار کې راځي. موږ په نړيواله کچه له ۲۰۰۰ خصوصي تشبثونو سره کار کوو او د پانګې، کاري تخصص او خپل اعتبار په مرسته په خورا ننګونکو سيمو کې فرصتونه او بازارونه رامنځته کوو.‌ په ۲۰۱۸ مالي کال کې موږ په هغو هېوادو کې چې پانګونه پکې د ودې په حال کې ده، له ۲۳ ملياردو ډالرو زيات په اوږدمهالو معاملو پانګولي دي، او د خصوصي سکتور له نفوذ او بالقوه وړتيا په استفادې مو د پراخې بېوزلۍ په له منځه وړلو او د خلکو د سوکالۍ لپاره د مطلوبو شرايطو رامنځته کولو کې هڅه کړې.
د نړيوالې پراختيا ادارې په اړه:
د نړيوالې پراختيا اداره د نړۍ د ۷۶ ډېرو بېوزلو هېوادونو لپاره د مالي مرستو يوه له ډېرو سترو منابعو ده، او دا پدغو هېوادو کې د لومړنيو ټولنيزو خدمتونو لپاره د مرستندويو تر ټولو ستر وجهي صندوق دی. د نړيوالې پراختيا اداره د ۱۷۳ ذينفعو هېوادونو لخوا څارل کېږي، او موخه يې د بېوزلۍ ټيټولو لپاره د اقتصادي ودې پياوړي کولو، ناانډوليو کمولو او د خلکو د ژوند شرايطو ښه کولو په برخه کې پروګرامونو ته د بې سوده پورونو او وړيا مالي مرستو برابرول دي.
د نړيوالې پراختيا ادارې د خصوصي سکتور د ملاتړ کړکۍ په اړه
په ۲۰۱۸ کال کې له نړيوالې پراختيا ادارې سره د ۷۵ ميليارده ډالرو مالي مرستې ۲.۵ ميلياده ډالر د نړيوال بانک لخوا په بېوزلو او جنګ ځپلو هېوادونو کې د خصوصي پانګونو د ملاتړ لپاره بېلې شوې. د نړيوالې پراختيا ادارې د ۲۰۱۸ کال د اهدافو او د پايدارې پراختيا اهدافو په ترلاسي کې د خصوصي سکتور ونډې ته په کتو، دا کړکۍ د هغو پانګونو امتيازې مالي ملاتړ کوي چې د نړيوالې مالي‌ ادارې او د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې د خصوصي پانګونو سره په ګډه ترسره شي. امتيازې مالي مرستې د ګواښونو په کمولو او د موانعو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، چې ورسره په نويو بازارونو کې خصوصي پانګونو ته لار هوارېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdox0fsyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته