کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې هر کال ۶۰ زره تنه د سینې په سرطان اخته کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1398 ساعت 19:25

د کابل د روغتیايي شورا چارواکي وایي د زړه له ناروغۍ وروسته، د سینې سرطان هغه ناروغي ته چې له میرمنو زیاته قربانی اخلي.



د کابل روغتیایي شورا دا خبرې په پروان ولایت کې چې د میرمنو عامه پوهاوي لپاره یاد ولایت ته للې وه، کړې دي.
سرطان سره د مبارزې بنسټ په خپله یوه تازه موندنه کې ویلي چې د سینې پر سرطان زیات اخته کسان په کابل او ورپسې په شمالي ولایتونو کې ژوند کوي.
د دغه بنسټ د شمیرو له مخې هر کال په افغانستان کې ۶۰ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته کیږي.
دا شمیره په لسو ولایتونو کې ۵۰۰ زرو کسانو سره له خبرو وروسته راوتلې ده.
له پلازمینې وروسته بلخ، پنجشیر او کاپيسا هغه ولایتونه دي چې د سینې سرطان زیات زیاتې ناروغۍ پکې تر سترګو کیږي.
د کابل د طبي شورا د مشرې نسرین اوریاخیل په باور، ماشومان ته د مور له خوا شیدې نه ورکول، د نیشه توکو کارول او د وزن زیاتیدل، د میرمنو ترمنځ د سینې د سرطان د پیدا کیدو عمده لاملونه دي.
د پروان ولایت اوسیدونکو هم دغه ولایت کې د سینې سرطان درمنلنې لپاره یو تخصصي روغتون د جوړیدو غوشتنه کړې.
د کابل طبي شورا وایي په پام کې لري چې په ټولو ولایتونو کې د سینې سرطان په اړه عامه پوهونه ورکړي.
 


د مطلب کود: 192950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192950/افغانستان-کې-کال-۶۰-زره-تنه-د-سینې-په-سرطان-اخته-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com