دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 192963
د قانون پلي کوونکيو او جوړوونکیو، د تېرې شپې چلند غبرګونونه را پارولي
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګې ځینې غړي قانون ته ژمن ندي او د تېرې شپې بېړنۍ ناسته یې د قانون پلي کیدو ته په غبرګون کې تر سره شوې ده.
د ولسي جرګې ځینې غړي د جمعې پر ماښام د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د تورو ښیښو او بې پلیته موترو  د کارولو پر دلیل د پولیسو لخوا پوښتل شوي او د ولسي جرګې دغو غړیو له ځنډ پرته یوه بېړنۍ ناسته جوړه او د کورنیو چارو وزارت سرپرست یې احضار کړ.

د ولسي جرګې د غړیو تر منځ په خبرو کې ټینګار کیږي، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات باید له دندې لیرې کړشي.
د ولسي جرګې ځینو غړيو بیا ویلي، چې د پولیسو کړنه قانوني نه، بلکې سیاسي ده او هڅه کوي، چې د ملت کور تر پوښتنې لاندې راولي.
کورنیو چارو وزارت وایي، دا مساله به په جدي ډول وڅېړل شي.

د شنبې پر ورځ هم  ولسي جرګې یوه سري ناسته تر سره کړه، چې په کې  له پولیسو سره د  وکیلانو چلند وغندل شو.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست وایي،  دا کار د قانون د عملي کیدو په غبرګون کې شوی دی.
د ولسي جرګې ځينې نور غړي د پولیسو چلند سیاسي او د خپګان وړ بولي.

په ولسي جرګه کې د اهل هنود استازي نریندرسنګهـ څرګنده کړې؛ پولیسو پرته له دې، چې زمونږ خبرې واوري؛ کنځلې وکړې او مونږ یې بې وسلې کړو. پولیسو مونږ ته وویل، چې کورنیو چارو وزیر او خوشال سادات هدایت کړی، چې وکیلان په تکسي کې ولیږو؛ مریم سلیمان خېل ته یې لاس واچاوه او مونږ یې بې عزته کړو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، قانون پر ټولو یو شان پلی کیږي او د ولسي جرګې او پولیسو کړکیچ به وڅېړل شي.

له څو کلونو راپدیخوا د و- ج او م – ج موتر، چې زیاتره یې تورې ښیښې  لري؛ له جدي غبرګونونو سره مخ شوي، خو تر اوسه دا ستونره نده حل شوې او حکومت هم ندی توانیدلی، چې دې موترو ته قانوني بڼه ورکړي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcfv0dymw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته