کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

ازادی رادیو , 21 میزان 1398 ساعت 10:16

په بورکینا فاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.


روېټرز خبري اژانس پرون د اکټوبر په دولسمه د بورکینا فاسو د پولیسو په حواله وویل چې پر لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځه په وخت کې ډزې شوې وې.
په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول.
د افریقا په لوېدیځ کې دا پروت هېواد یوازې نولس ميلیونه وګړي لري.
په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمییزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا رپوټونه خپرېږي.
روېټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم.
خو د روېټرز په حواله، مشکوکو جهادیانو تېره اوونۍ هلته د سرو زرو پر یوه کان حمله کړې وه او ۲۰ تنه یې وژلي وو.


د مطلب کود: 192964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192964/په-بورکینا-فاسو-کې-پر-جومات-د-حملې-قربانیانو-شمېر-۱۵-ته-لوړ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com