دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 192966
د کابل – باکو هوايي دهليز پرانيستل شو
باکو هوايي دهليز چې د افغانستان صادراتي مالونه د هوا له لارې آذربايجان ته لېږدو؛ ددغه هېواد په باکو ښارکې د دغه دهليز له لارې د لومړنۍ الوتنې په کښيناستلو سره پرانيستل شو.

 په لومړنۍ  الوتنه کې د لاسي صنايعو، غاليو، وچه او تازه ميوو او د زعفرانو په ګډون د افغان  سوداګرو ٤ اعشاريه ٣ مټريک ټنه صادراتي توکي آذربايجان ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي: د کابل – باکو د هوايي دهليز په پرانيستلو سره همدا اوس د هېواد  د سوداګرو صادراتي توکي په لنډ وخت کې آذربايجان ته لېږدول کېږي او د دغه هېواد په بازارونوکې پلورل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqrazqt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته