کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بخښنی نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتی،چی د پښتنو له ځپلو لاس واخلی

21 میزان 1398 ساعت 10:50

وروسته له هغه ،چی په پاکستان کی د پښتنو په وړاندی حکومت کرکجن او بشر ضد کړنی پیل کړې او د پښتنو زیات شمېر مدافعین یې ونیول د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبی اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکی اقدامات باید پای ته ورسوی.
نوموړی ویلی چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوی غړی او نور سوله ییز فعالان باید سمدستی خوشې شی.
باید وویل سی،چی پاکستان کی په زیات شمېر پښتانه په یوه او بل نوم د حکومت لخوا زندانونو ته اچول کیږی او د ډېرو د ژوند او مرګ معلومات هم نسته.

د مطلب کود: 192970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192970/د-بخښنی-نړیوال-سازمان-له-پاکستانه-غوښتی-چی-پښتنو-ځپلو-لاس-واخلی

آوا
  https://www.avapress.com