دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 192970
د بخښنی نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتی،چی د پښتنو له ځپلو لاس واخلی
وروسته له هغه ،چی په پاکستان کی د پښتنو په وړاندی حکومت کرکجن او بشر ضد کړنی پیل کړې او د پښتنو زیات شمېر مدافعین یې ونیول د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبی اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکی اقدامات باید پای ته ورسوی.
نوموړی ویلی چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوی غړی او نور سوله ییز فعالان باید سمدستی خوشې شی.
باید وویل سی،چی پاکستان کی په زیات شمېر پښتانه په یوه او بل نوم د حکومت لخوا زندانونو ته اچول کیږی او د ډېرو د ژوند او مرګ معلومات هم نسته.
https://avapress.com/vdcd5x0fzyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته