دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 192971
کندهارکي څلورکسیزه ماین ښخوونکې ډله نیول سوې ده
د کندهار پولیسو هغه ډله نیولې، چي په ډنډ ولسوالۍ کي يې ماینونه ښخول او د دوو چاودنو پر مهال یې اووه ملکي وګړي وژلي وه. پولیس وايي، چې یادې ډلې په د کندهار هوايي ډګر پر شاوخوا ماینونه ښخول او هم يې توغندۍ توغولې.
د کندهار پولیسو هغه ډله نیولې، چي په ډنډ ولسوالۍ کي يې ماینونه ښخول او د دوو چاودنو پر مهال یې اووه ملکي وګړي وژلي وه.
پولیس وايي، چې یادې ډلې په د کندهار هوايي ډګر پر شاوخوا ماینونه ښخول او هم يې توغندۍ توغولې.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ، دغه وسله وال ماین ښخوونکي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کلانتر او شریفې کلیو کي پر عامو لارو ماینونه ښخول.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال سید محمد اڅګزی زمونږ خبریال ته وویل  چې ددې ډلې د ماینونو له امله د ملکی وګړو یو فیلډر موټر او یو ټراکټور پر ماین ختلی وو او پر
مهال يې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د ده په خبره، چې د استخباراتي معلوماتو وروسته يې په سیمه کې عملیات کړي او یاد څلور کسان يې له ماینونو سره یو ځای نیولي دي.
نیول سوو وسله والو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي يې دي، چې یاد ماینونه يې بهرنيو ځواکونو ته ښخ کړي وه.
د دوی په خبره ماینونه يې په زرنج موټرسایکل کې له میوند ولسوالۍ څخه راوړل.
د یادونې وړده، چې په کندهار کې زیات وخت د ملکي وګړو پر موټرونو چاودنې کېږي، چې له امله يې د ملکي وګړو تلفات زیات کړي دي.
څو میاشتې وړاندې د کندهار په خاکرېز، شاولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر موټرونو په چاودنو کې تر ۳۰ زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
https://avapress.com/vdcefw8zzjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته