دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 192974
صدیقي: لا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا لیدل کېږي
ارګ د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي. وروسته له دې چې ټرمپ په یوه کمپایني غونډه کې له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټینګار وکړ، ارګ وایي لا ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي
ارګ د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
وروسته له دې چې ټرمپ په یوه کمپایني غونډه کې له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټینګار وکړ، ارګ وایي لا ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي امریکا باید له افغان
پوځ سره اوږه په اوږه د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د صدیقي په خبره ترهګرې ډلې تر دې دمه په افغانستان کې جګړه کوي او امریکا ته په کار ده چې ددوی د پرمختګ مخه ونیسي.
ټرمپ ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې اتلس کاله حضور درلود نو اوس ددې وخت دی چې خپل پوځيان له دې هېواد وباسي.
ډېری نړیوال او کورني شنونکي هم په دې باور دي چې په افغانستان کې د جګړو ددوام ستر لامل د بهرنیو ځواکونو حضور دی او باید دوی د یوې هوکړې له مخې له افغان خاورې ووځي.
https://avapress.com/vdchqinzk23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته