کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهارښارپه ۱۲مه ناحيه کي به دپاکو اوبو رسولو ديوې لوی شبکې کار ډېر ژرپیل سي

21 میزان 1398 ساعت 11:12

د پاکو اوبو رسولو ددې پروژې کار په داسي حال کي پيليږي، چي د کندهار ښار د هغو سيمو اوسېدونکي چي مخکي د اوبو رسولو شبکې پکښي فعالي سوي شکايت کوي، چي د اوبو رسولو چاري يې غير منظمي دي او د لږو خدماتو په بدل کي د اوبو لوړ بيلونه پرې کوي.


د پاکو اوبو رسولو ددې پروژې کار په داسي حال کي پيليږي، چي د کندهار ښار د هغو سيمو اوسېدونکي چي مخکي د اوبو رسولو شبکې پکښي فعالي سوي شکايت کوي، چي د اوبو رسولو چاري يې غير منظمي دي او د لږو خدماتو په بدل کي د اوبو لوړ بيلونه پرې کوي.
د اوبو رسولو رئيس محمدنادر کاکړ وايي، چي د ۱۲م ناحيې اړوند په لويه وياله کي د ۴۰۵ ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړيږي، چي ددې سيمي د ۶۰۰۰ زره کورنيو لپاره به د پاکو اوبو رسولو زمينه برابره کړي.
دی وايي، چي د پروژې دسروې کارونه شروع سوي او په دوو کلنو کي به ګټي اخيستني ته وسپارل سي.
په ۱۲مه ناحيه کي د اوبو رسولو دغه نوې شبکه په داسي حال کي جوړيږي، چي خلک د اوبو رسولو رياست کورونو ته د پاکو اوبو د پر وخت نه رسولو او لوړو بيلو څخه شکايت لري.
د پنځمي ناحيې د حاجي عزيز د سيمي اوسېدونکو  وویل، چي په دې سيمه کي فعال د اوبو شبکه کورونو ته توروې او غير منظمي اوبه ورکوي، چي په وينا يې دوئ ته يې هيڅ ګټه نه ده کړې.
خو د اوبو رسولو رئيس بيا  د ۵م ناحيې د حاجي عزيز او ميرويس ميني د اوسېدونکو دا ادعاوي رد کړې، چي ګڼي په هغه سيمو جوړي د اوبو رسولو شبکې ورته پر وخت اوبه نه ورکوي.
دی وايي، چي په ميرويس مېنه او حاجي عزيز سيمو کي د اوبو رسولو دواړي شبکې فعاله دي او کورونو ته پاکي اوبه رسوي.
د کندهار د اوبو رسولو رئیس دغه راز وايي، دهغه پلان عملي کېدو د سروې چاري هم رواني دي، چي له مخي به يې د ارغنداب رود د سرکاري باغ له جنوبي طرف څخه د څلورو لويو برمو په مرسته د کندهار ښار د لوي ويالي نورو سيمو ته هم پاکي اوبه برابره کړي.
دی وايي، چي دا پروژه د يونيسف په مرسته سروې او ډيزان کيږي، چي تکميل يې دوه کاله وخت غواړي.
هغه وايي، رياست يې دلوی ويالې ساحيه د اوبو رسولو په برخه کي پر درو برخو وېشلې، چي پاته دوو برخو ته به يې له دې لاري پاکي اوبه برابري سي.


د مطلب کود: 192977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192977/دکندهارښارپه-۱۲مه-ناحيه-کي-دپاکو-اوبو-رسولو-ديوې-لوی-شبکې-کار-ډېر-ژرپیل-سي

آوا
  https://www.avapress.com